دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 56226
کننګهم د افغان او امریکايي ولسمشرانو په خبرو کې شوى پرمختګ مهم بولي
د افغانستان لپاره د امريکا سفير دا نظر رد کړ؛ چې ګنې د افغانستان او امريکا د ولسمشرانو په وروستيو خبرو کې مهم پرمختګ نه دى شوى.

ځينو افغان کارپوهانو ويلي، چې په واشنګټن کې د دواړو ولسمشرانو په وروستيو خبرو کې کوم خاص پرمختګ نه ليدل کېده.

د افغانستان لپاره د امريکا سفير "جېمز کننګهم" وايي؛ په راتلونکي پسرلي کې د افغان ځواکونو له خوا د امنيتي مسووليتونو اخيستل او د امريکا له لوري ملاتړى رول مهم دى او دا ثابتوي، چې افغان امنيتي ځواکونه د امنيتي چارو د سمبالولو وړتيا لري.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د شنبې په ورځ په يوه راډيويي وينا کې وويل؛ چې امريکا به په راتلونکي ميلادي کال کې د افغانستان ١١ کلنه جګړه پای ته رسوي او افغانان به پرېږدي چې جګړه پرمخ بوځي.

خو د افغانستان لپاره د امريکا سفير "جېمز کننګهم" له واشنګټن څخه ازادۍ راډيو ته په مرکه کې وويل؛ د امريکا د پوځي ماموريت د رول بدلون دا معنى نه لري؛ چې امريکايي پوځيان به د راتلونکي ميلادي کال تر پايه له افغانستانه ووځي، بلکې د دې مطلب دا دى، چې امريکا به تر هغه وخته پورې د امنيتي مسووليتونو د انتقال پروسه کاملاً بشپړه کړې وي.

ښاغلي "کننګهم" امريکا ته د ولسمشر کرزي وروستى سفر او د دواړو ولسمشرانو په خبرو کې شوى پرمختګ مهم وباله:

”دا ډېر مثبت سفر و، تر ټولو عمده ستراتيژيکه او مهمه نتيجه يې پر يوه ګډ ليدلوري د دواړو ولسمشرانو موافقه وه؛ چې اوس چېرې يو او په راتلونکو دوو کلونو کې څه کول په کار دي او تر ٢٠١٤م کال وروسته بايد څنګه په ګده خپلې چارې مخته يوسو.“

اټکل کېده چې د جمعې په ورځ د افغانستان او امريکا د ولسمشرانو په کتنه کې، تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو شمېر هم اعلان شي؛ خو داسې ونه شول.

د افغانستان لپاره د امريکا سفير جېمز کننګهم ټينګار وکړ؛ چې اوباما دا تاييد کړې، څو تر ٢٠١٤م کال وروسته به ځينې امريکايي پوځيان په افغانستان کې وي او دوه ماموريتونه به لري:

"لومړى د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې، سلا مشورې او مرستې ته دوام ورکول، ناټو او د ايساف نور همکاران به په کې ښکېل وي. بله د ټروريزم پر وړاندې د مبارزې لپاره به د افغان ځواکونو مرستې ادامه ورکوو؛ څو يقيني شي، چې القاعده او نور سخت دريځي به د فعاليت لپاره د نړۍ دې برخې ته بيا نه راستنېږي."

خو ځينې کارپوهان وايي، چې د افغانستان او امريکا د ولسمشرانو په خبرو کې دوى د کوم خاص پرمختګ څرک ونه ليد.

سياسي کارپوه عبدالستار سعادت وايي، دواړو ولسمشرانو په ګډ کنفرانس کې يوازې ځينو مسايلو ته اشارې کولې:

"اشارې مهمې دي، خو بېلابېل پیامونه رسوي، مثلاً کله چې د امریکا له ولسمشر څخه پوښتنه وشوه، کله چې تاسو له افغانستانه خپل ځواکونه وباسئ څه کوئ؟

هغه وویل، موږ د جان الن له ارزونې وروسته پرېکړه کوو.

خو کله چې له افغان ولسمشر څخه پوښتنه وشوه، چې له امنیتي تړون څخه وروسته، تا سو څومره امریکايي عسکرو ته په هېواد کې د پاتې کېدو اجازه ورکوئ، ویې ویل، چې دا موضو پر افغان ځواکونو پورې اړه لري."

د افغانستان لپاره د امريکا سفير "جېمز کننګهم" ازادۍ راډيو ته وويل؛ دا نه وه ټاکل شوې، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي تړون به په امريکا کې لاسليکېږي. د ده په باور دا موضوع ځينې پېچلي تخنيکي مسايل لري، چې د دواړو لوريو ماهران بايد ورباندې کار وکړي.

سفير په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانيستلو ته په اشارې وويل؛ امريکا طالبان هڅوي، چې له افغان دولت سره خبرې وکړي او تشويقوي يې چې دفتر پرانيزي، څو د سولې د خبرو لپاره يو ځانګړى ځاى ولري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqraw.t1aqr26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته