دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 58613
د ناټو په هوايي بمباري کې ۱۰ ملکیان ووژل شول
تاند- په کونړ ولایت کې د ناټو ځواکونو په هوايي حمله کې لس ملکیان، چې ویل کېږي اکثره ماشومان او ښځې دي، وژل شوي دي.

د کونړ والي فضل الله وحیدي نن خبري اژانسونو ته وویل:« د شیګل ولسوالۍ په یوه لېرې سیمه کې د طالبانو پر پناهځای د ناټو ځواکونو د بمبارۍ په مهال پنځه ماشومان، څلور ښځې او یو سړی ووژل شول.»
د ناټو یوه ویندوی وویل چې دوی د دې پېښې په اړه تحقیقات کوي.
د شیګل ولسوال عبدالظاهر وویل چې د ناټو ځواکونو په حمله کې درې طالب قومندانان هم، چې یو یې د القاعده شبکې خطرناک غړی و او په شاهپور مشهور و، وژل شوي دي.
ولسوال ظاهر دغه راز وویل چې هوايي حمله په یوه دره کې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، د افغان او ناټو ځواکونو د مځکنیو عملیاتو د ملاتړ لپاره وشوه.
ده وویل چې ملکیان په هوايی برید کې ووژل شول. ولسوال ظاهر دا هم وویل چې په دې نپوهېږي چې د هغه کور خاوند، چې بمباري پرې شوې، طالب و او که ملکي خو په دې کې شک نشته چې طالبانو د دغه سړي کور ته تګ راتګ کاوه.
په همدې حال کې د کونړ والي ویلي چې څلور ماشومان ژوبل شوي هم دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaeinm.49na61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته