دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۴۶
د مطلب کود : 59560
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له یو بلجیمي شرکت سره یو تړون لاسلیک کړ
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له یو بلجیمي شرکت سره په مخدره توکو د روږدو کسانو لپاره د حرفوي زده کړو په برخه کې یو تړون لاسلیک کړ.
د کار او ټولنیزو چارو وزیرې امنې افضلي نن خبریالانو ته وویل، چې دا تړون نهو میلیون افغانۍ ارزښت لري او د نړېوال بانک له خوا تمویلیږي:

(د روږدو کسانو لپاره د موبایل د زده کړې سیستم، د بایسکل او موتر سایکل د جوړولو د زده کړې سیستم، د کالیو ګنډلو، ګلدوزي او غالۍ اوبدل شاملي دي، چې د هغوي په خپله خوښه دغو برخو کې شاملیږي.)

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د دې پروژې په عملي کولو سره به د یو کال په موده کې دوه سوه تنه روږدو کسانو ته بېلابېل کسبونه ور زده کړای شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxpqp.2bqoe8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته