دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۲۱:۴۸
د مطلب کود : 59913
راسموسن: ژر به په افغانستان کې د پاتې کېدونکو روزونکو د شمېر په اړه پرېکړه وشي
تاند- د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن نن وویل چې دا تړون په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د خپلو پاتې کېدونکو روزونکو د شمېر په اړه د سږکال په نیمايي کې پرېکړه کوي.

تر دې مخکې د امریکا دفاع وزارت ویلي و چې د ناټو تر مشرۍ لاندې به د اتو زرو او دوولس زرو ترمنځ روزونکی ځواک له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې شي خو پینتاګون ویلي و چې دا شمېر ځواکونه به یوازې له امریکايی پوځیانو نه وي تشکیل شوی.

راسموسن په کابل کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل:«یو څه وخت ته اړتیا ده چې یو نوی روزنیز ماموریت پیل شي، بې له شکه موږ به په راتلونکو څو میاشتو کې د دې مسلې نهايي کولو ته اړتیا ولرو.زما تمه دا ده چې د دغو ځواکونو د شمېر مسله باید ژر نهايي شي ځکه چې موږ پلان جوړونې ته هم اړتیا لرو.»

ډېر افغانان دې ته منتظر دي چې له ۲۰۱۴ وروسته ناټو او امریکا په افغانستان کې څومره پوځیان پرېږدي.

راسموسن وویل: «ولسمشر کرزي نن ډاډ راکړ چې افغانستان وروسته له دې چې د سږ کال په پای کې د ناټو پوځي عملیات رسماً پای ته ورسېږي د ناټو په مشرۍ د روزونکي ځواک د پاتې کېدو غوښتونکی دی.»

راسموسن د افغان امنیتي ځواکونو د شمېر په اړه وویل: د ناټو په باور د افغانستان د امنیتي ځواکونو اوسنی شمېر یعني ۳۵۲ زره باید یو څه د زیات وخت لپاره کم نه شي.

مخکې د ناټو ځینو غړیو ویلي و چې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر دې تر ۲۰۱۵ پوري همدومره وي خو له ۲۰۱۵ وروسته دې ۲۴۰ زرو ته رالږ شي څو لګښت یې لږ شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexo8n.jh8ozi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته