دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۵۹
د مطلب کود : 60683
په کابل کې د یوې سترې چاودنې او وسله والې حملې مخه نیول شوې
افغان امنیتي ځواکونه وایي، یوه لارۍ چې شاوخوا اته ټنه چاودیدونکي مواد په کې بار وو، کشف کړې او د چاودنې مخه یي نیولې ده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا په هیواد کې د چاودیدونکو موادو تر ټولو ستره نیونه یا کشف دی.

استخباراتي چارواکي وایي، دا لارۍ چې چاودیدونکي مواد په کې د مزیو پواسطه تړل شوي او چاودنې ته چمتو وه، د کابل په ختیځ کي نیول شوې ده. د جګړې په جریان کې د القاعده شبکې مربوط حقانې ډلې پنځه تنه وسله وال هم وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ویاند شفیق الله طاهري په دې اړه وویل:

"دا ستره تهاجمې او ځان وژونکې حمله د افغانستان له پولې اخوا د حقانې تروریستي شبکې او د کوټې شوری له خوا طرحه او پلان شوي وه، له نیکه مرغه د ملي امنیت امنیتي کارکوونکو یې مخه ونیوله."

رویټرز آژانس وایي، دا چاودیدونکې مواد د چهارشنبې په ورځ یعنې کابل ته د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل له سفر څخه دوه ورځې وروسته نیول شوې وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaeini.49nwa1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته