دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 62146
د افغانستان په میدان وردګو کې دوه تښتول شوي فرانسویان خوشې شول
په افغانستان کې دوه برمته شوي فرانسویان چې په جلا جلا سیمو کې ساتل کیدل، خوشې شوي دي.
په کابل کې افغان مقاماتو چې نومونه يې نه دي یاد شوي؛ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې؛ د "پیري بورغي" په نامه فرانسوی عکاس چې په تیره نومبر میاشت کې تښتول شوی و؛ د دوشنبې په شپه په میدان وردګ ولایت کې خوشې شوی دی.
د افغان مقاماتو په وینا، دوهم فرانسوی چې نوم يې لا نه دی په ډاګه شوی د روان م کال په جنورۍ کې په کابل کې اختطاف شوی و.

فرانس پریس اژانس د افغان چارواکو په حواله ویلي چې؛ دا دواړه کسان په جلا جلا سیمو کې ساتل شوي وو.

د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په افغانستان کې د خپلو دوه تښتول شویو اتباعو خوشې کیدل تایید کړي او د دې هرکلۍ يې کړی خو په دې اړه چې دا دواړه فرانسویان په څه ډول ازاد شوي، افغان اویا هم فرانسوي چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3q93.ak9xt4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته