دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 63247
په ګوانتانامو کې اوس هم د بنديانو اعتصاب دوام لري
راپورونه وايي د ګوانتانامو په زندان کې لسګونه بنديانو هغه وخت د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړ، چې د وکيلانو په خبره د اپريل مياشتي پر ۶ نېټه د زندان د ساتونکو له خوا، د تلاشۍ پرمهال قرآنکريم ته سپکاوی شوى.
په دغه زندان کې چې ١٦٦ زندانيان د بند شپې او ورځې تيروي، ٧١ بنديانو يې اوس هم د نه خوړلو اعتصاب ته دوام ورکړى او د ګوانتانامو زندان د پوځي وياند په خبره، يو شمېر بنديان د خراب روغتيايي وضيعت له امله روغتون ته ليږدول شوي.

دا څووم ځل دئ چې د ګوانتانامو زندانیان قرانکریم ته د امریکايي وحشیانو د سپکاو ي له امله د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کوي .

زندان ساتونکو څه موده وړاندې بندیانو ته د سزا ورکولو په موخه له هغوی ټول د پټیدو وسایل او کمپلې اخیستې وې او بیا ېې په داسې یوه کوټه کې اچولي ؤ چې د انجماد تر کچې په کې ساړه ؤ خو امریکايي وحشیانو د زندانیانو هوډ مات نه شو کړئ او اوس ویل شوي چې هغوی زندانیانو ته په زور د پوزو له لارې غذايي مواد ورکړي دي .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcja8em.uqetxz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته