دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 69613
نوازشریف کابل او ریاض پر ځای پېکینګ ته سفر وکړ
تاند- د پاکستان نوي صدراعظم نوازشریف د مخکیني اعلان خلاف د افغانستان او خپل دودیز متحد سعودي عربستان پرځای د پاکستان یوه بل نژدې متحد او ګاونډي چین ته سفر وکړ.
دا له کله چې نوازشریف د پاکستان د وروستیو عامو انتخاباتو په نتیجه کې صدراعظم غوره شوی دی، د ده لومړنی بهرنی سفر دی.
نوازشریف د چین په دې شپږ ورځیني سفر کې له چینايي چارواکو سره د پوځي، اقتصادي او سیاسي همکاریو په اړه خبرې کوي.
دواړه هیوادونه په خپل منځ کې اړیکې خورا ښې بولي او وايي چې هڅه کوي چې په خپل منځ کې ستراتیژیکې همکارۍ پیل کړي.
د چین رسمي خبري اژانس سینهوا د چین او پاکستان اړیکې ستراتیژیکې او پخوانۍ وبللې.
له چینايي چارواکو سره د نواز شریف د خبرو یوه مهمه موضوع ښايي د چین په شمال لوېدیځ کې د شین جین(پخواني سین کیانګ) او د بلوچستان د ګوادر بندر ترمنځ د یوه اقتصادي دهلېز یا کورېډور جوړول وي.
پاکستان پخوا پټکه کړې وه چې که لوېدیځ په افغانستان کې د آی ایس آی د لاسوهنو پر سر له اسلام اباد سره مرستې بندې کړي نو دا هیواد به چین ته مخه کړي خو چین د اسلام اباد هیله په نهیلۍ بدله کړه.
چین هیله لري چې پاکستان به د هغو ترهګرو په مخنیوي او ځپلو کې له چین سره مرسته وکړي چې د پاکستان په خاوره کې روزل کېږي او د چین د شین جین په مسلمان ایالت کې دغه هیواد ته سرخوږی جوړوي.
نوازشریف له واک ته رسېدو وروسته ویلي و چې لومړنی بهرنی سفر به یې افغانستان او بیا عربستان ته وي خو د نوازشریف له واک ته رسېدو وروسته د دوو هیوادونو اړیکې مخ په خرابېدو دي.
د افغانستان ولسمشر پاکستان تورن کړ چې په افغانستان کې د ملوک الطوایفیو د رامنځته کولو لټه لري. د ښاغلي کرزي له دې څرګندونو وروسته د افغانستان لوی درستیز جنرال شېراقا کریمي وویل، که پاکستان له زړه وغواړي د افغانستان جګړه په میاشتو کې نه بلکې په اوونیو کې پای ته رسولی شي.

پاکستان د افغانستان د لوی درستیز څرګندونې رد کړې، ویې ویل چې پر طالبانو دومره اغېز نه لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1eqe.2bqos8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته