دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 71131
جو بایډن له طالبانو سره د خبرو په اړه هند ته ډاډ ورکړ
تاند- د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن، چې هند ته په څلور ورځني سفر تللی، نن هڅه وکړه چې د افغانستان د سولې د بهیر پر سر د هند اندېښنې لېري کړي.
بایډن وویل چې له طالبانو سره به په هغه صورت کې سوله وشي چې د افغانستان د اساسي قانون د منلو ترڅنګ دا ډله د ښځڅو حقونو ته درناوی وکړي او له القاعده شبکې کاملاً لاس واخلي.
جوبایډن دا هم وویل چې امریکا به له طالبانو سره پټه معامله ونه کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې بایډن هڅه کوي چې د امریکا او هند ترمنځ اړیکې، چې په وروستیو میاشتو کې د تجارتي اختلافاتو له کبله سړې شوي دي، بېرته تودې کړي.
له ۲۰۰۱ څخه، چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم پرزول شوی دی، هند په افغانستان کې د څو ملیارد ډالرو پانګونه کړې او اندېښنه لري چې له طالبانو سره پخلاینه به یاغي ډلې، چې ځینې یې د پاکستان له ملاتړه برخمنې دي، زړه ورې کړي او د هند ګټې به له خطر سره مخامخ کړي.
له بلې خوا د امریکا متحد ایالتونه، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د خپلو محاربو پوځیانو ایستلو ته تیاري نیسي، د افغانستان د څه باندې لسو کلونو د خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې پراخې پروسې د یوې برخې په توګه د خبرواترو ملاتړ کړی دی.
ښاغلي بایډن د مومبي د ونډو په یوه ستر بازار کې د خبرو په مهال وویل:«پوهېږم چې له طالبانو سره د پخلاینې په اړه د امریکا د دریځ په باب یو لړ پوښتنې شته. غواړم چې دا واضح کړم، موږ تل د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د داسي پروسې ملاتړ کړی چې په نتیجه کې یې طالبان له القاعده سره د تل لپاره اړیکې وشلوي، جګړه ودروي، د افغانستان اساسي قانون ومني او د ښځو او نارینه وو مساوات ومني.»
بایډن، چې هند ته په څلور ورځني سفر تللی دی، همداراز وویل، له طالبانو سره د خبرو مانا دا ده چې داسی لاره وموندل شي چې وسله وال مخالفان بېرته د افغانستان په سیاسي بهیر ورګډ شي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو پلان د سولې د خبرو د پیلولو لپاره یوه هڅه وه خو د افغانستان د ولسمشر د مخالفت له کبله دا بهیر په ټپه درېدلی دی.
په هیرټیج تحقیقاتي بنسټ کې د جنوبي اسیا د چارو کارپوهې لیزا کرټیس رویټرز خبري اژانس ته وویل:«د امریکا د ولسمشر مرستیال ته پکار دي چې هندیانو ته ډاډ ورکړي چې امریکا به له طالبانو سره کومه داسي پټه معامله ونه کړي چې د هند د سیمه ییز امنیت ګټې له خطر سره مخامخ شي.»

کرټیس وايي چې د هند او امریکا اړیکې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان پر سر سړې شوي. د دې په وینا امریکا هم د هند د سوداګرۍ له محافظه کارو پالیسیو مایوسه شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca66n0.49n6e1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته