پاکستان وايي، د طالبانو دوهم کس ملا عبدالغني برادر به په راتلوونکو یوه ـ دوو ورځو کې د دې هیواد له زندانه ازاد کړي.
د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي؛ چې ملا برادر به افغان حکومت ته ونه سپارل شي.
د ښاغلي عزیز په بارو افغان حکومت ته د ملابرادر سپارل به له طالبانو سره د سولې خبرو ته زیان ورسوي.
د طالبانو دغه دوهم مشر ملا عبدالغني برادر د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په میاشت کې ونیول شو.
د افغان حکومت له پرله پسې غوښتنو سره سره پاکستان ملابرادر له زندانه ازاد نه کړ؛ خو داسي معلومیږي، چې پاکستان ته د افغان ولسمشر په وروستي سفر کې پاکستان دا غوښتنه منلې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)