ملګرو ملتونو په دې سازمان کې د افغانستان دایمي استازی یو ځلي بیا د امنیت شورا د بین الحکومتي مذاکراتو د رییس په توګه وټاکه.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ له دوه زور اتم کال راهیسې دا شپږم ځل دی چې ظاهرطنین د دې مذاکراتو د رییس په توګه ټاکل کیږي.
د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې؛ جرمني په کابل کې د خپل سفارت قونسلي څانګه بیرته پرانیستله.
جرمني شاوخوا لس ورځې مخکې د امنیتي ګواښونو له امله دا څانګه تړلې
سرچينه : دصدای اژانس خبری (اوا)