دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 78482
په ننګرهارولایت کې ۴ تنه ماین خښوونکي او ۶ تنه انسان تښتونکي ونیول شول
یوڅلورکسیزه ډله چې دننګرهارولایت په مربوطاتوکې په تخریبي کړنو اوماین خښونه کې بوخت ؤ دملی امنیت دمؤظفینو لخوا ونیول شول.
نیول شوو کسانوپه لومړنیو څیړنو کې په خپل جرم اعتراف کړی اومنلی یې ده چې دطالبانودترهګریزې ډلې په امریې په ننګرهارولایت کې ډیری چاودنې ترسره کړي دي .
همدارنګه دملی امنیت موظفینو په یوه بل اقدام کې دانسان تښتونکویوه شپږکسیزه ډله چې له ډیرې مودې راپدیخوا په ننګرهارولایت کې زمونږ دهیوادوالو په تښتونې اوبرمته کولو کې بوخت ؤ نیولې ده .
نیول شوو کسانو دلومړنیو څیړنو پرمهال په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي که چیرې د تښتول شوو کسانو دخپلوانو اوکورنیو لخوا ورته دخوشې کیدو په بدل کې پیسې نه وی ورکړل شوی تښتول شوي کسان به یې په شهادت رسولي وی.
پیښې دلاڅیړنوپه موخه ترڅیړنولاندې دي.
سرچينه : دصدای افغاتن خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgxt9u.ak9774g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته