دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 79935
د کرنې وزارت وايي بزګرو ته نورې اسانتياوې برابروي
دافغانستان د کرنی او مالیی وزارتونو او د اداري اصلاحاتو د کمیسیون ترمینځ د ظرفیتونو د لوړولو په مقصد دچهارشنبی په ورځ یوه تفاهم نامه لاسلیک شوه . ددې پروګرام د عملي کولو ارزښت درې سوه پنځوس میلیونه ډالره دی چی د دیرش میلیونه ژمنه یې د نړیوال بانک لخوا وشوه . د کرنی اومالدارۍ وزیر وویل، د دې پروګرام له پلي کیدو سره به خلکوته خدمات زیات شی . خلکوته د زیاتو خدماتو رسول، کارموندنه ، غذایی خوندیتوب او له بزګرو سره اقتصادی مرستې هغه پروګرامونه دي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت به یې د ظرفیتونو د لوړو له لارې عملي کړي. د کرنی اومالدارۍ وزیر محمد اصف رحیمی د دې تفاهمنامې د لاسلیک کولو پرمهال وویل، باوري دی چی د دې پروګرام پلی کیدل به د هیواد له اقتصادی ودې سره مرسته وکړي . ښاغلی رحیمی وویل، زیاته هڅه به وکړی چی دا پروګرام په ښه توګه پلی شي : « جدي هڅه به وکړو چې، دې وزارت ته وړکسان راشی، د خپلوافرادو ظرفیتونه لوړ او یو ښه سیستم رامینځته کړو. همدارنګه هڅه کوو چې خدمات موثر، د تولیداتو کچه لوړه ، د بزګرو اقتصاد ښه او صادارت مو زیات شی . او د نورو ارګانونو په همکارۍ په لیرې پرتو سیمو کی خلکو ته د کارزمینی برابرې شي » ده وویل د دې لپاره چې دا پروګرام ښې نتیجې ولري ، د کرنې اومالدارۍ وزارت درې سوه یودیرش پسټونه به ، نویو مسلکی افراد و ته وسپاري د مالیې وزیر حضرت عمرزاخیلوال وویل، د دی پروګرام مجموعي لګښت دری سوه پنځوس میلیونه ډالره دی چی د دیرش میلیونو ډالرو د ورکړې ژمنه یې ، نړیوال بانک کړې ده . ده وویل ، د یاد پروګرام د مالی لګښت واک به له افغان حکومت سره وی. زاخیلوال دا هم وویل، د امنیتی ارګانونوپرته ، نور ټول وزارتونه کولی شی چی په دې پروګرام کی شامل شی . د اداري اصلاحاتواو ملکی خدماتو دخپلواک کمیسیون رييس احمد مشاهد وویل، د دې لپاره چې ښې نتیجې ترلاسه شي ،د ظرفیتونو دلوړولو دا پروګرام د دې کمیسیون او مالیې وزارت لخوا څارل کیږی . « د اداري اصلاحاتو کمیسیون او دمالیې وزارت د نړیوال بانک په همکارۍ یو نوی پروګرام ډیزاین کړی . دا پروګرام هغه وخت د یوې ادارې یا وزارت ملاتړکوي چې د پروګرام نتایجو ته ژمن وي . اوکه داسې ونه شی ، له ارګان او پرسونل څخه یې امتیازات بیرته اخیستل کیږی » دمالیی وزارت چارواکو وویل، ددی پروګرام جدي څارنه به د اداري فساد کچه کمه کړي . د اداري اصلاحاتو د کمیسون وایی چې د دې پروګرام هدف د د دولتی کارکوونکو د ظرفیتونو لوړول دي او دوی به هڅه وکړي چې دا پروګرام په ښه توګه عملي شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcamon0.49noe1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته