د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په بیلابیلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد په پیل شویو عملیاتو کې له څلورویشتو ساعتونو راهیسې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
یاد وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې؛ دا عملیات په کونړ، ننګرهار، بغلان، سرپل، جوزجان، لوګر او هلمند ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د ملي اردو او ملي امنیت په همکارۍ ترسره شول.
په اعلامیه کې ویل شوي چې؛ په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو یو اندازه جنګي مهمات او وسلې تر لاسه کړي دي.
اخوا د تخار امنیتي چارواکي وايي؛ افغان خاصو ځواکونو په مرزک او ځدراڼ سیمو کې د وسله والو طالبانو په ضد په پیل شویو عملیاتو کې نن سهار وخته څلور شکمن کسان کسان نیولي دي.
طالبانو بیا ویلي چې، نیول شوي کسان د دوی خلک نه دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)