دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۰۴
د مطلب کود : 87705
د بلخ پولیسو درې تنه د نشه یي توکو د قاچاق په جرم نیولي دي
د بلخ پولیسو د دوو میرمنو په ګډون درې تنه د نشه یي موادو د قاچاق په جرم نیولي دي.
ددې ولایت امنیې قومندان عبدالرحمان رحیمي ازادي راډیو ته وویل، چې دغه درې کسان نن د مزار شریف ښار په دروازه کې له څلویښت کیلو ګرامه تریاکو سره یوځای ونیول شول.
نیول شوو کسانو غوښتل چې دا اندازه نشه یی مواد له بدخشان څخه بلخ ته انتقال کړي.
له دې وړاندې د بلخ امنیتي چارواکو ویلي وو چې د نشه یی موادو قاچاقبران تر ډیره د شمالي ولایتونو په ناامنیو کې لاس لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcenf8v.jh8f7i6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته