دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۰:۵۰
د مطلب کود : 135947
د مسکو ناسته او اندیښنی
تیره اونی یو ناسته د روسیی، پاکستان او چین د نماینده ګانو په حضور په مسکو کی رامنځته سو؛ هغه ناسته چی ترکیب یی د کابل دسرانو د اندیښنی وړ ګرځیدلی دی؛ ځکه چی بیله چینه چی هر وخت یی دپاکستان سره نږدی اړیکی درلودی، د روسیی دولت چی لااقل د څو لسیزی راهیسی د پاکستان سره مشکل درلودی، په دی دری اړخیزه ناسته کی شرکت کړی دی.

د مسکو په ناسته کی د دری هیوادو د نماینده ګانو لخوا اعلام سوی دی چی دسولی د برقراره کولو او د افغانستان دثبات لپاره، د طالبانو ځینی څیری د تحریم د لیست څخه خارج سی او دا هم ویل سوی دی چی د داعش د ډلی حضور په افغانستان کی د پراختیا په حال کی دی او په دی هیواد کی امنیتی وضعه هم تر نورو وختونو خراب سوی دی.

طالبانو سره نږدیوالی د داعش ډلی سره د مقابلی لپاره؛ یعنی په دقیق ډول سره دا همغه هدف دی چی د دری هیوادونو په واسطه لکه روسیه، پاکستان او چین لخوا تصمیم نیول سوی دی تر څو په افغانستان کی هغه پلی کړی او د مسکو ناسته هم په یو ډول حقیقت سره د همدی لپاره دی.

د ډیرو پوهانو په نظر، روسیه او چین او همدارنګه پاکستان د خپل منطقه ای ګټو د تامین لپاره ځینی نامرئی ائتلاف د رامنځته کولو لپاره په واضح ډول امریکایی رقیبانو ته په افغانستان کی داخبره مخابره کوی چی د نیابتی جنګ د ادامی لپاره په افغانستان او منطقه کی آماده دی او په هیڅ صورت سره حاضر نه دی چی د خپلو مرزو پر شاوخوا باندی داعش او نور ډلی تحمل کړی.

لوړ هدف؛ یعنی د یو نوی ائتلاف تشکیلیدل د مسکو د ناستی ترنامه لاندی د افغانستان د سولی او ثبات لپاره، د روسیی د سفیر په اخرو اظهاراتو کی په افغانستان کی په ښه توګه شکاره کیږی. ضمیر کابلوف د دری اړخیزی ناستی ته په اشاری سره وویل چی د مسکو دولت هیڅ پلان نه لری چی د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو او اترو کی منځګړیتوب وکړی.

د روسیی نماینده د افغانستان لپاره وایی: د مسکو د ناستی هدف منطقه ای مرستی پراختیا او د افغانستان د وضعیت ښه والی دی. د روسیی، چین او پاکستان د نماینده ګانو په باور، په افغانستان کی یو جامع ساختار ته اړتیا سته او باید تازه اهداف او نتیجه بخشه اهداف تعین سی، ځکه چی اوسنی جنګی وضعیت، خبری اتری په څو برخو کی بی نتیجی پاته دی.

دری اړخیزه مشوره په مسکو کی، لومړی ګام د منطقه ای ساختار د رامنځته کولو لپاره بلل کیږی او په راتلونکی د کابل مقامات یواځی نه بلکه نور مقامات چی د افغانستان په مسایلو کی لیوالتیا ولری دی ناستو ته به وغوښتل سی.

د روسیی نماینده دا هم د انترفاکس و خبرګزاری ته ویلی دی چی دا دریم ځل وو چی دری اړخیزه ناسته د روسیی، چین او پاکستان ترمنځ په ۲۰۱۶ کال صورت ونیوی.

دا وضعیت د ډیرو کارپوهانو په نظر هیڅ سمه نشانه د افغانستان د راتلونکی وضعیت لپاره نه دی؛ په همدی اساس ډیر خلګ او د کابل مقامات اندیښمند کړی دی او هر یو په خپل وار سره حکومتی سرانو ته هشدار ورکوی.

خودا باید ولیدل سی چی د ملی وحدت حکومت سران نوی حادثو ته کوم عکس العمل ښیی؛ که څه هم د ریاست جمهوری یو ویاند، دړی اخیزه ناسته د کابل دمقاماتو په نه شتون تر انتقاد لاندی راوړی او د پارلمان ځینی نماینده ګان هم دری اړخیزه ناسته د افغانستان لپاره خطرناک عنوان کړی دی؛ خو دا ته اړتیا لیدل کیږی چی داسی مسایلو ته چی د افغانستان په راتلونکی پوری اړه لری باید یو مشخص پالیسی د ملی منافعو په اساس ولری.

د افغانستان دولت باید محاسبه وکړی چی د یو ضعیف دولت په حیث د کوم لوی قدرت ترڅنګ به د هیواد تامین ښه تامین کیږی او له بل لوری پوهیږو چی هیڅ لوی قدرتونه بیله خپلو اهدافو د نورو ملتو او دولتونو منافعو و تامین ته کوم توجه نه کوی؛ مګر داچی د منافعو د اشتراک موضع په منځ کی وی.

واضح دی چی اوسنی حکومت چی رییس جمهور غنی په کی مکرر دی، په جهانی او منطقه ای مسایلو کی نه غواړی بی طرفه وی، په راتلونکی کی به هم د امریکا لوری ونیسی؛ خو د امریکا د پالیسی او سیاست څخه طرفداری په منطقه کی، د افغانستان دخلګو په ګټه به وی؛ لکه څنګه چی د غرب څو کلنی حضور او هم د ملی وحدت حکومت دوه نیم کاله تجربه ښودلی دی؟!

له بلی خوا پوهیږو چی دغرب څخه لیری کیدل او د روسیی، چین او پاکستان ترڅنګ دریدل هم چی هر یو خپلو منافعو ته ګوری او د افغانستان دخلګو په کیسه کی نه دی هم کوم سمه لاره نه ده؛ نو داسی په نظر رسیږی چی ښه انتخاب به داوی چی ملت او دولت په نیابتی جنګ کی بی طرفی اختیار کړی او هغه هم په داسی حال کی چی زموږ سران او رهبران لازم کفایت او ظرفیت ولری چی خلګ په تدبیر سره اداره کړی او خپل سیاسی او دیپلماتیک بلوغیت ته رسیدلی وی.
https://avapress.com/vdceen8zfjh8xoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته