دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۲۱
د مطلب کود : 53013
مارک ګروسمن له خپلې دندې لرې کیږي
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو خاص استازی مارک ګروسمان به په راتلونکې میاشت کې له دندې ګوښه شي او دا پداسي حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن به هم د راتلونکې عیسوي کال په لومړیو کې خپله دنده پریږدي.

ګروسمان شاوخوا دوه کاله د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د خاص استازي په دندې کار وکړ او د امریکایي سیاست والو او چارواکو په نظر، ګروسمان د افغانستان د سولې د عملیې او له ۲۰۱۴ م کال وروسته د افغانستان لپاره د نړیوال ملاتړ په راجلبولو کې پوره مرسته کړیده.

هیلري کلنټن له ګروسمان نه مننه کړې چې ډپلوماسي یي زیاته او چټکه کړې او له ۲۰۱۴ م کال وروسته یي د افغانستان لپاره د ملاتړ د یو ې نړیوالې او سېمه اېزې شبکې د جوړولو په کار کي زیاتې هلې ځلې کړیدي.
د ګروسمان ویانده لارا لوکاس وایي:

“د ګروسمان د هلو ځلو په نتیجه کې د افغانستان د سولې د عملیې لپاره داسي شرایط برابر شول چې له مخې یي افغانانو د لس کلنې شخړې د حل په مقصد په خپلو کې د خبرو امکان پیدا کړ”.

خو یو شمېر افغان کارپوهان په ګروسمان انتقاد کوې او وایي، ده په تېرو دوو کلونو کې غوڅ او قاطع عمل ندی کړی ، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یي له برابر شوي فرصت څخه ګټه وانه خیسته او دغه راز یي د افغانستان او پاکستان تر منځ د اعتماد فضا هم ایجاد نکړاې شوه.

امریکایي چارواکې وایي: ۶۱ کلن ګروسمان پاکستان او سېمې ته د سفرونو پر مهال، پاکستان راضې کړ چې په افغانستان کې دېره ناتو ځواکونو ته ترانزیتې لار پرانیزي .

د ګروسمان ویانده لارا لوکاس وایي: ګروسمان په تېرو دوو کلونو کې د جمهور رئیس اوباما دهغو هدفونو ملاتړ هم وکړ چې غوښتل یي القاعده شبکه په سېمه کې وځپل شي او دا ډاډ حاصل شې چې افغانستان به یو ځل بیا د تروریستانو په ځالې نه بدلیږي.

د ګروسمان پر ځاي به د هغه مرستیال ډيویډ پیرس د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده لپاره سرپرست خاص استازی شي .

ګروسمان له ۱۹۷۷ څخه تر ۱۹۷۹ میلادی کاله پورې په پاکستان کې د امریکا د سفېر دنده هم ترسره کړې وه او د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت او سیاست کې په منظم ډول پرمخ ولاړ. ده له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۰۵ کاله پورې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو د معیین په دندې کار وکړ چې دا د امریکا په بهرني سیاست کې ډېره مهمه څوکۍ ده.

 سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : دصدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtyei.uqetvz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته