دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 103297
کننګهم: په افغانستان کې معلولین له تبعیضونو سره مخامخ دي

نن چهارشنبه د قوس (لیندۍ) دولسمه د معلولینو له نړیوالې ورځې سره سمه ده. د ملګرو ملتونو سازمان د ډسمبر درېیمه د هغو کسانو نړیواله ورځ نومولې چې معلولیت لري.
اوس مهال د نړۍ تقریباً پنځلس فیصده وګړي له یو ډول معلولیت سره ژوند کوي.
په کابل کې د امریکا سفیر لیکي؛ نن افغانستان له امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو سره له معلولیت سره تړلو موضوعاتو د لا ښه درک هڅه کوي او غواړي د معلولو وګړو د آرامتیا، د بشري حقونو د خوندیتوب او هم په ټولنیزو چارو کې د هغو د پرله پسې حضور ملاتړ وکړي.
جیمز کننګهم د دغه مطلب په سر کې هیله ښودلې چې داسې ورځ راورسیږي چې په افغانستان کې ټول معلول وګړي؛ د اړتیا وړ آسانتیاوې لکه ویلچیر یا د معلولینو ځانګړي څوکۍ؛ ځانګړي حمامونه او په میشت ځایونو کې یې اوارې زینې او داسي نور وسایل ولري.
کننګهم وړاندې لیکي، پر فزیکي خنډونو سربیره په افغانستان کې د معلولو خلکو پر وړاندې په ټولنیزه سطح منفي لیدلوري شته او تر ټولو بده لا دا چې هغوی له تبعیضونو سره مخامخ دي.
په کابل کې امریکا سفیر زیاتوي؛ د دولت له همکارۍ او ملاتړ پرته معلول کسان نشي کولی ډېرو خدماتو لکه ښوونې او روزنې، کاري فرصتونو، روغتیایي خدماتو، ټرانسپورټ، سیاسي مشارکت او عدالت ته لاسرسی ولري.
په پایله کې د ده په خبره ټولنه په بیلا بیلو برخو کې د دغو کسانو د ښو کارونو څخه محرومه شي.
د امریکا سفیر دا هم وايي:
"که چیرې د دغه وضعیت په دوام راضي اوسو؛ نو د نړۍ د تر ټولو لوی اقلیت په محرومیت کې به ورګډ یو. نو موږ باید دا وضعیت بدل کړو او دا کار کولی هم شو."
جیمز کننګهم د معلولو وګړو د وضعیت د ښه کولو په اړه د افغان دولت هڅې ستایلي؛ خو وایي، د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه غواړي چې د دغو کسانو پر وړاندې د پرتو خنډونو په له منځه وړلو کې لا ډیره هڅه او هاند وکړي تر څو دا ټولنه په بشپړ ډول د پرمختګ په لوري ولاړه شي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchwxnzq23nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته