دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 79570
فیضي ډوبنز او کننګهم ویلي چې د افغانستان راتلونکي انتخابات به وځنډیږي

د ولسمشر کرزي ویاند وايي، دوی د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه په کابل کې د امریکا د سفیر او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي هغه څرګندونو اندېښمن کړي؛ چې وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات به دویم پړاو ته ولاړ شي او ښايي څو میاشتې وخت ونیسي.
ایمل فیضي پرون (شنبې) ماښام ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:
”هم د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي او هم په افغانستان کې د امریکا سفیر په خپلو خبرو کې ویلي چې؛ د افغانستان راتلونکې انتخابات به وځنډیږي او دویم پړاو ته به ولاړ شي، حتی ویلي یې دي چې، د انتخاباتو دویم پړاو به تر شپږو میاشتو وځنډیږي. نو د امریکايي چارواکو دا ډول مخکې له مخکې څرګندونې یو ډول لاس وهنه ده او افغانانو ته د منلو وړ نه دي.“
که څه هم ښاغلي فیضي ونه ویل چې؛ دې امریکايي چارواکو دا څرګندونې چیرې او کله کړي خو ټینګار یې وکړ چې؛ افغان حکومت راتلونکو انتخاباتو کې د امریکا د نه لاسوهنې او د انتخاباتو په امنیت کې د دوی دې مرستې ضمانوتونه غواړي او څو چې دا ضمانتونه نه وي ورکړل شوي؛ افغان ولسمشر به له دې هیواد سره دفاعي او امنیتي تړون لاسلیک نه کړي.
ښاغلي فیضي هغه انتقادونه رد کړل چې؛ ګوندې ولسمشر حامد کرزی د دې سند د لاسلیک په ځنډولو (چې امریکا یې د دې کال تر پایه لاسلیکول غواړي) هڅه کوي د خپلې خوښې د کاندید لپاره د امریکا ملاتړ راخپل کړي.
د ولسمشر کرزي ویاند وویل، امریکا کولی شي، دشفافو انتخاباتو په ترسره کیدو او همدارنګه د امنیت په برخه کې له بیلا بیلو لارو افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfxtde.w6d1eaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته