دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 119948
اسلام اباد د اسيا زړه کنفرانس لپاره چمتووالى نيولى
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د روانې مياشت په ٨ او ٩مه نېټه په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسيا زړه دوه ورځنى کنفرانس جوړ شي او تمه ده چې شاوخوا د ٢٩ هېوادونو استازي به پکې ګډون وکړي.

د پاکستان د دولتي تلويزيون د راپور له مخې، د دې هېواد صدراعظم نواز شريف د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د دې هېواد له جګپوړو سياسي او پوځي چارواکيو سره د دغه کنفرانس د چمتووالي، اجنډا او په يو شمېر نورو کورنيو او سيمه ييزو مساېلو خبرې وکړې.

پاکستاني چارواکي وايي، په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره يې يو شمېر هېوادونو او ادارو ته بلنه ورکړې چې تر دې دمه ورته د چين، تاجکستان، کرغېزستان، ايران او افغانستان چارواکيو د ګډون پخلى کړى دى.

ټاکل شوې چې د اسيا زړه کنفرانس پرانسته به افغان ولسمشر اشرف غني او صدراعظم نواز شريف وکړي.

که څه هم پاکستاني چارواکي لا تر دې دمه د افغان ولسمشر د ورتلو په اړه څه نه دي ويلي، خو افغان چارواکي بيا وايي چې ښايي افغان ولسمشر په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته لاړ شي.

تمه ده چې د اسيا زړه په دوه ورځني کنفرانس کې به د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د پراختيا په ګډون په يو شمېر نورو مساېلو خبرې وشي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزرات وياند قاضي خليل الله د دغه کنفرانس د ايجنډا په اړه وايي:

"د دې غونډې اصل اجنډا سيمه ييز تعلقات ښه کول او رابطې زياتول دي. د اسيا زړه کنفرانس مقصد د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ ترهګرۍ، نشه يي توکي، غربت او بنسپټالنې په شان د شريکو خطرو د مخنيوي په لړ کې د همغږۍ زياتول دي."

نوموړى همدا راز ټينګار کوي چې پاکستان تل د ستونزو د اواري لپاره د مذاکراتو او خبرو اترو پر اهميت ټينګار کړى دى.

له بلې خوا د پاکستاني رسنيو د راپورنو له مخې، د هندوستان د بهرنيو چارو وزيره سشما سوراج به هم ښايي په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره د دسمبر په ٨مه اسلام اباد ته راشي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې دا په افغانستان کې د امنيت او د اسيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو ډېرېدو په تړاو پنځم کنفرانس دی، تر دې مخکې دغه کنفرانس د ترکيې په استانبول ښار کې جوړ شوى دى.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkwnz623nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته