د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې هلته له یو شمېر پخوانیو جهادي قوماندانو سره تر لیدونو وروسته د مجاهدینو شورا جوړه کړه.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، ښاغلي مسعود په تخار ولایت کې دیوې غونډې پرمهال وویل چې یاده شورا په شمال کې د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو د مخنیوي په هدف رامنځته شوې.
نوموړي وویل، وسله والو مخالفینو په شمال ختیځ ولایتونو کې لوی مرکزونه جوړ کړي او حکومت د دوی د له منځه وړلو په برخه کې پاتې راغلی دي:
"یو شمېر کسان له بهرنیو هېوادو څخه پيسۍ ترلاسه کوي او بیا دلته راځي زموږ خلک وژنې، خو یوازې تاسې مجاهدین کولاي شي چې د دغو کسانو مخه ونیسئ، په خواشینې سره باید ووایم چې حکومت د امنیت ساتلو لپاره کومه پالیسې نه لري، نو ويلې شم چې زموږ امنیتي ارګانونه نشي کولای چې په هېواد کې امنیت ټینګ کړي."
د نوموړي د خبر پر بنسټ چې حکومت د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره سیاسي اراده نه لري، خو موږ دې پایلې ته ورسېدلو چې یوازې جهادي قوماندانان کولای شي طالبان له منځه یوسې.
د هغه په وینا چې د دې شورا مسلح کسان به د طالبانو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې هم برخه اخلي:
"مجاهدینو وروڼو وروسته له دې تاسې سیاسي فکر وکړي او د هېواد د امنیت په اړه غور وکړي، زموږ تاسې شورا په تخار کې جوړه شوه او هڅې کوو چې ډېر ژر داشانته شوراګانې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم جوړي کړو."
د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې کې د ولسمشر د ځانګړي سلاکار په وینا چې په راتلونکي پسرلي کې به د شمال ختيځ زون ولایتونه د خونړیو جګړو شاهدان وي.
بل لورې ته د تخار ولایت یو شمېر پخواني قوماندانان وايي چې دوی د وسله والو طالبانو پر وړاندې هر ډول مبارزې ته چمتو دي.
په تخار کې د حزب اسلامي یو تن پخواني قوماندان مامور حسن داسې وویل:
"موږ په تخار کې د مجاهدینو د مقاومت شورا پرانېستله او که دولت له موږ څخه د مرستې غوښتونکې دي، نو باید په هېواد کې د مجاهدینو د مقاومت شورا جوړه کړي او خلک باید مسلح کړي، څو له خپلو سیمو څخه دفاع وکړي."
احمد ضیا مسعود وویل چې په راروان پسرلي کې به د شمال ختیځ زون ولایتونه د سقوط له خطر سره مخامخ شي.
د مسعود دې خبرو د تخار ولایت د اوسېدونکو ترمنځ وېره او اندېښې را پیدا کړي دي او په دې دوو ورځو کې له نوموړي ولایت څخه یو شمېر شتمن خلک له خپلو کورنیو سره د ګډې په حال کې دي.
د پوځي چارو د کارپوهانو په اند چې احمد ضیا مسعود د خپل ځان ترڅنګ هغه پخواني قوماندانان راټول کړي دي چې د ولس ترمنځ او په ټولنې کې ځاي نه لري او هر ورځ د هغوی له ظلم زیاتي څخه خلک سرټکوي او که چېرې پر دغو جنګسالارانو باندې وسله ووېشل شي نو ښايي د تخار امنیتي وضعیت له دې نور هم کړکېچن شي

سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)