د مهربانۍ دېوال چې هلمند او يو شمېر نورو ولايتونو کې له بې وزلو سره د مرستې په خاطر جوړ شوي دي، لړۍ يې نن تر کندهاره هم وغځېده.
کندهار کې دا دېوال د شهيدانو څلور لارې ته څېرمه جوړ شوی دی.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ريس پوهيالى حضرت ولي هوتک وايې چې د ياد رياست د ځوانانو فدراسيون رضاکاره ځوانانو او مدني فعالانو د مهربانۍ دېوال په نوم دا هڅه وکړه چې د شتمنو وګړيو لپاره يو پيغام دى.
د ځوانانو د فدراسيون غړي وايي، د مهربانۍ د دې دېوال له لارې به له ډېرو بې وزله وګړيو سره مرستې وشي.
بې وزلي خلک د ياد کار څخه خوښ دي او وايي له دوی سره بايد نورې مرستې هم وشي، ځکه له يوې خوا بې وزلي ده او بل خوا د دوی لپاره مناسب کار نشته.
ياده دې وي چې د مهربانۍ دېوال له مرکز کابله راپيل شو، هلمند کې يې جوړ شو او تر کندهاره وغځېد.
سرچينه : خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل