دخپریدو نیټه :شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۳۳
د مطلب کود : 132443
د امنیتي ځواکونو هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۴۱ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي
امنیتي ځواکونو د هلمند په بیلا بیلو سیمو کې هوايي او ځمکني عملیات کړي، چې په ترڅ کې ۴۱ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي دي.

امنیتي ځواکونو د هلمند په بیلا بیلو سیمو کې هوايي او ځمکني عملیات کړي، چې په ترڅ کې ۴۱ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي دي.
د دولت وسلوالو مخالفینو ته یاد تلفات د «قهر میوند» عملیاتو په دریمه ورځ رامنځته شوي او یوشمیر یې امنیتي ځواکونو ژوندي نیولي دي.
د افغان خبری آژانس له مخی د ناوې ولسوالۍ «عينک» سيمه کې تيره شپه امنيتي ځواکونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې پنځلس تنه وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
په همدې حال کې د ګرمسیر ولسوالۍ «تخته پل» سیمه کې د دښمن په دریو اهدافو هوايي بریدونه شوي، چې په ترڅ کې ۱۴ تنه مخالفین وژل شوي دي.
د دویمي حوزې اړوند «مهاجرینو» سیمه کې د دوو جلاـ جلا هوايي بریدونو په ترڅ کې د طالب قومندان «محب» په ګډون ۱۱ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او په «پنجاو» قلا سیمه کې د ملي اردو نښه ویشتونکي د «القاعده» په نوم د طالبانو یو قومندان وژلی دی.
په ورته وخت کې تیره شپه کمانډو ځواکونو «مالګیر» سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د مخالفینو یوه اندازه وسلې او مهمات لمنځه وړي، د هغوی یو موټر یې سوځولی او څو تنه طالب وسلوال یې ژوندي نیولي دي.
دغه راز په« سور ګودر» سیمه کې ګډو افغان ځواکونو د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ډیره ساحه له دښمن څخه پاکه کړې او امنیتي ځواکونو پرمختګ کړی دی.

https://avapress.com/vdcc0iqs12bq108.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته