دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۲۱
د مطلب کود : 133854
په افغانستان کې د داعش ډلې مشر ټرامپ یو لیونی وباله
په افغانستان کې د داعش ډلې لخوا خپلې څانګې ته ټاکل شوی مشر، ابوعمر خراساني وايي د امریکا ټاکل شوي ولسمشر پر وړاندې کرکه د دې لامل شوې ده چې داعش د ځان لپاره ډېر پلویان او سرتېري جذب کړي. ده زیاته کړې ده، د داعش ډلې مشرانو په منظم ډول د امریکا ټاکنې څارلې دي او دا نه ښکارېده چې امریکایان به د ټرامپ له ټاکنې سره په خپل لاس، خپل قبرونه وکیندي. عمر خراساني روېټرز خبري آژانس ته ویلي دي:«ټرامپ یو لیونی دی. دی د مسلمانانو پر وړاندې له کرکې سره خبرې کوي او دې خبرو زموږ کار آسان کړی دی ځکه چې کولی شو زرګونه تنه د داعش لیکو ته جذب کړو.» دی وړاندې وايي، که د مسلمانانو پر وړاندې د ټرامپ دا خبرې دوام وکړي نو ډېر شمېر مسلمانان به د امریکا پر وړاندې تحریک شي. خراساني زیاتوي:«اوباما منځ‎لاری وه، خو د ټرامپ حالت بد دی. زموږ مشرانو له نېږدې د امریکا ټاکنې څارلي دي، خو دا جالبه ده چې امریکایانو په خپله، خپل قبر وکېنده.» له بلې خوا، امریکایي چارواکو ګواښ کړی دی چې ښايي دا هېواد د داعش ډلې لا ډېر خطر سره مخامخ شي، ځکه چې دې ډلې خپلو پلویانو ته ویلي د دې پر ځای چې منځني ختیځ کې له داعش سره یوځای شي، په امریکا کې دې د ننه خپل بریدونه ترسره کړي. امریکا همداراز په افغانستان کې د داعش پر ضد عملیات اړتیا بولي. د امریکا دفاع وزیر، اشټون کارټر وايي چې داعش هڅه کوي نړۍ ته خپل لید د نړۍ په ګډون افغانستان کې پراخ کړي، خو امریکا به یې له منځه یوسي. ښاغلی کارټر ډاډ ورکوي چې چې ناټو او واشنګټن غواړي ډاډه شي دا چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر امنو پټنځایونو بدل نه شي. اشټون کارټر وايي:«موږ اړ یوو چې د داعش پر ضد هر ځای، افغانستان او یا لیبیا کې ووسي عملیات وکړو تر څو وکولی شو له دې کار سره له خپلو خلکو ساتنه وکړو. ناټو او موږ پر دې کار کوو تر څو ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر امن پټنځای نه بدلیږي.» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو مسؤوله، الیزابت ټرودو وايي:«موږ یو ځل بیا د امریکا د ساتنې ژمنه کوو او په افغانستان کې زموږ همکاران زموږ ملاتړ کوي تر خپل هېواد او راتلونکی وساتي.»
https://avapress.com/vdcjitevxuqetoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته