دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۲۰:۲۲
د مطلب کود : 134508
طالبانو، د ټولوملي پرژو دامنیت په ساتلوکې مرسته کوي طالبانو، د ټولوملي پرژو دامنیت په ساتلوکې مرسته کوي
طالبانووایی، د ټولو هغو ملي پروژو ملاتړکوي، چې د ولس او خلګو په ګټه وي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د وسله والو طالبانوویاند ذبیح الله مجاهد ویلی دي، چې د دوی مشرتابه په خپلو پيغامو او د سياسي دفتر پلاوو په نړيوالو کنفراسونو کې ويلي دي، چې طالبان په هېواد کې له ټولو هغو ملي پروژو چې د ولس په ګټه وي نه يواځې ملاتړ کوي، بلکې ساتنې ته يې هم ژمن دي. طالب د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا سه شنبه ورځ رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلی دی، په دې کې ټولې سترې ملي پروژې لکه د ټاپي پروژه، کاسا ۱۰۰۰، د مس عينک پروژه، مواصلاتي لارې، د ريل پټلۍ، د برېښنا او کرنې ستر بندونه او دې ته ورته نورې پروژې چې د طالبانو اصول مراعت کړي، شاملې دي. خبرپاڼه زیاتیوی، ټولو طالبانو ته لارښوونه شوې چې د ټولو ملي پروژو د امنيت په ساتلو کې مرسته وکړي چې د اسلام او هېواد د لوړو مصالحو په ګټه وي. خو تراوڅه د افغان حکومت په دي اړه څه ندې ویلی.
https://avapress.com/vdcgzt9q7ak9wn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته