دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۰:۵۵
د مطلب کود : 135867
نور هېوادونه افغانستان کې جګړې ته لمن وهي
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی : د ولسي جرګې ريیس وايي چې افغانستان د نړۍ د استخباراتو د اعلان شوې جګړې په ډګر اوښتی دی. نوموړی د اندېښنې په څرګندولو سره زیاتوي چې حکومت باید له دغو ناوړو حالاتو سره د مبارزې له پاره جدي لاس په کار شي.

په همدې وخت کې د جرګې یو شمېر غړي له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون بې ګټې ګڼي او زیاتوي چې دغه تړون د افغانستان لهامنیت سره هېڅ مرسته نه ده کړې.

په افغانستان کې د جګړې شدت او اوږدېدو د ولسي جرګې اندېښنې ډېرې کړېدي. د ولسي جرګې رييس وايي چې د نړۍ استخباراتو په افغانستان کې خپله جګړه اعلان او پیل کړې ده. هغه له حکومت څخه وغوښتل چې په دې نازکو شرایطو کې ملي ګټو ته په کتو خپل سیاست ولوبوي.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهیمي وايي: “افغانستان د نړيوالو د اعلان شوې جګړې په ډګر بدل شوی دی، حکومت دې له هېوادونو په ځانګړې ډول روسيې سره اړيکې ونيسي او هېواد دې له دې حالت څخه وژغوري.”

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون د هېواد له امنیت سره هېڅ مرسته نه ده کړې.

د ولسي جرګې غړی عبدالرحمان رحماني وايي: “له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک هېڅ ګټه نه ده کړې، ځکه چې امنيتي وضعيت خطرناک دی او په هېواد کې هېڅ بدلون نه وينو.”

د ولسي جرګې غړی صالح‌محمد صالح وايي: “ناتواني او د وضعيت بدتر کېدل تر داسې حالت پورې رسېدلي چې اوس د افغانستان په اړه د هېواد له رهبرانو پرته په بهر کې کوم تصميمونه نيول کېږي چې ژوندۍ بېلګه يې د روسيې غونډه وه چې حکومت بايد په جدي توګه پام ورته واړوي.”

ولسي جرګې په همدې ورځ د شپږو وزارتونو مسولینو د خپل یو کال کړنو په هکله غړو ته وضاحت ورکړ.
https://avapress.com/vdcfvtdyew6dmca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته