د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د پوهنې وزارت نن(چهارشنبې د کب۲۵مه) ویلي دي چې په هېواد کې د نا امنیو له امله کابو زر ښوونځي د زدهکوونکو پر مخ تړلي دي.
د یاد وزارت ویاند، مجیب مهرداد څرګندوي چې اوسمهال ۱۷۴۸۲ ښوونځي په تول هېواد کې تړلي دي او له ډلې یې ۱۰۶ ښوونځي د زرګونو نجونو او هلکانو پر مخ تړلي دي.
ښاغلی مهرداد ټینګار کوي چې د پوهنې وزارت به په روان کال کې د هېواد په څو ولایتونو کې ۱۲ زره نمرې ښوونکو ته وویشي.
مخکې له دې ښوونځیو ته د ۱۱میلیونو زدهکوونکو تګ د مخکیني نظام له لاستهراوړنو شمېرل کېده، خو د پوهنې وزارت وايي چې د دوی اوسنۍ شمېرې ښیې چې د هېواد په ۱۷ زره ښوونځیو کې کابو ۶ میلیونه زدهکوونکي پر زدهکړو بوخت دي.
د دې وزارت پخوانی مرستیال هم مني چې د زدهکوونکو شمېر په اړه ورکړل شوې شمېرې سمې نه وې.
دی یې لامل فساد له امکاناتو ناسمه ګټه پورته کول بولي.