دخپریدو نیټه :شنبه ۲ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 155217
نور: د بلخ والي یم او تر پایه به وم، ما له بهرنیانو مه ویروئ

د بلخ ګوښه شوی والي، عطامحمد نور یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اوس هم د بلخ والي دی اوهیڅوک یې د دغه ولایت له مقامه نشي ګوښه کولی.

ښاغلي نور نن (شنبه د مرغومې دویمه) مزار شریف کې یوې غونډې ته خبرې کولې.

نور وویل د بلخ ولایت ورته یو کوچنی ماموریت دی او ده له ولسمشر سره د افغانستان په سطح پریکړې کړي دي.

نور دا خبرې له هغه وروسته کړي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ څو ورځې وړاندې د ښاغلي نور له ګوښه کولو خبر ورکړ او اعلان یې وکړ چې د بلخ ولایت لپاره یې نوی والي ټاکلی دی.

نور د ولسمشر د دغې پریکړې په غبرګون کې ویلي و، چې د بلخ له ولایته یې ګوښه کیدل پر شرایطو ولاړ دي او دا چې ولسمشر یې شرایط نه دي منلي، استعفا یې منتفي ده او خپلو چارو ته دوام ورکوي.

هغه نن هم پر خپلو خبرو په ټينګار سره وویل چې دی د ولسمشر غنی له لوري په مکتوبونو نه دی ګمارل شوی او نه یې هم ولسمشر په مکتوبونو ګوښه کولی شي.

د اسلامی جمعیت اجرایي مشر زیاته کړه چې هیڅکله به اجازه ورنه کړي چې بلخ کې د طالب جوړونې او داعش جوړونې پروسه کامیابه شي.

نور دا هم وویل چې حکومت دې د بهرنیانو له ملاتړ څخه په ګټنې هغه نه ویروي او په وینا یې چې هغه له دې خبرو نه ویریږي.

د هغه په وینا کومې اړیکې چې له بهرنیانو سره لري، هغوی ورته ویلي چې د افغانستان داخلي چارو کې به بې پرې وي.

خو د ښاغلي نور ګیله تر ډيره د خپل پخواني نوماند عبدالله عبدالله څخه و.

هغه وویل له ولسشمر زیات اجرایي مشر عبدالله عبدالله غواړي چې هغه د بلخ له ولایت څخه ګوښه کړي، خو زیاته یې کړه چې د ولسمشر او اجراییه رییس ټولې توطیې به شنډې کړي.

د نور اجرایي مشر د لستوڼي مار وباله او زیاته یې کړه چې هغه وړاندې هیڅ هم نه وي، خو دوی تر سپیدار ماڼۍ ورساوه.

نور په دې اړه وویل: "ستونزه داده چې ټول یې کړنګونو ته برابر کړي، خو پر مایې زور نه رسیږي، ټول یې ګوښه کړل او اوس ما پورې نښتی دی، غاښونه دې پر ما نه خښيږي، غاښونه دې ماتوم."

ښاغلي نور دا هم وویل چې په تیرو دوو ټاکنو کې که څه هم چې د عبدالله پر وړاندې مخالفتونه زیات و، خو هغه یې راوست او ولسمشرۍ ته یې نوماند کړ.

ده وویل د عبدالله له ټاکل کیدو پښیمانه دي او اوس حق لري چې د ملي وحدت حکومت لپاره د جمعیت نوماند بدل کړي.

هغه همداشان خپلو پلویانو ته په خطاب کې وویل تر هغه به د بلخ والي وي چې ولسمشر یې شرطونه ومني، خو له هغه پرته که چیرې حکومت له زوره کار واخلي، دی به یې ځواب وایي.

نور پر خپلو پلویانو غږ وکړ څو چمتو ووسي او کله یې چې پرې غږ وکړ، خپل مدني حرکتونه دې پيل کړي.

هغه دا هم وویل چې دده د استعفا تر منظورۍ وروسته دکندهار د امنیې قومندان عبدالرازق وار دی، خو په وینا یې چې دوی به سره یوځای وي او پر وړاندې به یې مبارزه کوي.

عبدالرازق په ختیځ زون کې د ښاغلي نور له پلویانو شمیرل کیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqn9quak9nx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته