دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 157576
د کلات د ښاروالۍ سرپرست د حکومت پیسې تښتولي

د زابل ولسي استازي وايي چې د کلات د ښاروالۍ سرپرست د ميلیونو افغانیو سره یو ځای پاکستان ته تښتېدلی.

خو د زابل ولایتي چارواکې د سرپرست ښاروال د لا درکه کېدو خبره مني خو وايي چې پدې باب امنیتي ادارې تحقیقات کوي.

په مشرانو جرګه کې د زابل سناتور زلمی زابلی وايي چې د کلات سرپست ښاروال انجنیر طیب تېره ورځ له خپلي کورنۍ سره یو ځای پاکستان ته تللی او تر دوه ميلیونه افغانیو زیاتي پيسې يې هم له ځان سره وړي.

نوموړي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې "ښاروال په خپلي سري ډول د ښاروالی املاک پلوري او د ښاروالۍ له بودیجې څخه يې پيسې ایستلي او پاکستان ته تللی دې پېښي خلګ پر حکومت بې باوري کړي".

د زابل ولایتي مقامات هم د سرپرست ښاروال د لا درکه کیدو خبره مني خو وايي چې پدې اړه استخباراتي ادارو کار پيل کړی.

د زابل مرستیال والي رحمت‌الله یارمل امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د کلات سرپرست ښاروال له تیري ورځی راهیسې په خپل سري ډول خپله دنده خوشي کړې او یوه نا معلوم لوري ته لادرکه شوی.

هغه وویل "موږ دا تائیده وو او زموږ د لمړنیو معلوماتو له مخې سرپرست ښاروال ۱۷۴۰۰۰۰۰ یو اعشاریه اووه ميلیونه او څلوېښت زره افغانۍ له ځان سره وړي او له خپلي کورنۍ سره نا معلومي خواته تللی چې د مسیر د معلومیدو په اړه يې زموږ امنیتي او کشفي ادارې کار کوي".

د زابل مرستیال والي زیاتوي چې د کلات سرپرست ښاروال د تیرو څو کالو راهیسی د ښاروالی مالي او اداري مدیر وو او له تیرو شپږو میاشتو راهیسي يې د کلات د سرپرست ښاروال په توګه دنده لرل.

د زابل یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د کلات د ښاروال کورنۍ په پاکستان کې اوسیده او اوس له خپلي کورنی سره یو ځای شوی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguu9q3ak9nn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته