دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 164375
ځینو ولایتونو کې امنیتی ځواکونو عملیاتونه
راپورونه وایی، افغان امنیتی ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د ۱۹ داعشیانو په ګډون ۷۹ وسله وال مخالفین وژلي دي.

  د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی،  د افغانستان د دفاع وزارت نن ورځ  نه خبر شوی په خبرپاڼه کې ویلي دی،  افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ پلان شوي او ۸۲ ځانګړي عملیات تر سره کړي دي.
په خبر پانه کی ویل شوی،  چې یاد عملیات په ننګرهار، لوګر، غزني، بادغیس، غور، بلخ، فاریاب، بغلان، بدخشان، او هلمند ولایتونو کې په لار اچول شوي و.

سرچینی زیاتوی، په دغه بریدیونو کې د ۱۹ داعشیانو او دوه سیمه ییزه قوماندانانو په ګډون ۷۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

خو تر اوسه یاد وسله والو په دی اړه رسنیو ټه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcbzab8srhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته