دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 165819
امنیتی او دفاعی ځواکونو عملیات کې د ۲۸ تنو تروریستانو وژل کیدنه
د هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونو عملیات په ترڅ کې ۲۸ تنه تروریستان د هغو طالبانو په ګډون چی اوربند نه وو رعایت کړي، وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ۱۸ تنه تروریستان د کندهار خاکریز په ولسوالی کې، ۷ تنه تروریستان د فاریاب شیرین تګاب ولسوالی کې او ۳ تنه نور د غزنی مقر ولسوالی کې وژل شوی دی.
برید جنرال محمد رادمنش، د ملی دفاع وزارت ویاند معاون د حکومت رسنیو او اطلاعاتو مرکز کې وویل: امنیتی او دفاعی ځواکونه همدا اوس په ۷ ولایتونو کې د خلګو او امنیتی پوستو څخه د طالبانو بردیونو په وړاندی دفاع او داعش او القاعده پوری تړلی کسانو په وړاندی مبارزه کوی.
هغه زیاته کړه: په همدی حال کې د ملی اردو انجنیری ټیمونه په یوه شپه او ورځ کې ۶ ماینونه کشف او خنثا کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcfytdy1w6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته