دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 166044
دفاع وزارت:داعش وسله والو شمیر په اړه د روسیې ادعا سمه نده
د ملي دفاع وزارت په افغانستان کې د داعش جنګیاليو د شمېر په اړه د روسیې د چارواکو ردې کړي او بې اساسه یې بللي دي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي د امنیت په شورا کې د افغانستان په اړه د بحث پر وخت ادعا وکړه، چې په افغانستان کې لس زره د اسلامي دولت یا داعش وسله وال د افغان او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې په جګړه بوخت دي.
د دفاع وزارت سرپرست ویاند جنرال محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ ( چنګاښ ۶مه ) خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې د داعش وسله وال د افغانستان په څلورو ولایتونو کې تر دوو زروپورې وسله وال سړي لري.
هغه وویل، دا ډله په ننګرهار، کنړ، نورستان او جوزجان کې وسله وال لري.

جنرال رادمنش وویل" ددغو دوه زره جنګیالیو پنځلس سوه یې د حقاني شبکې او نورو ترورستي ډلو څخه داعش سره یوځای شوي دي".

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سې شنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره ځانګړې غونډه درلوده. پدې ناسته کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبننزیا وویل چې داعش په افغانستان کې لس زره جنګیالي لري، چې نهو ولایتونو کې فعال دي.

د روسیې دغه استازي دا هم وویل چې افغان حکومت دې د افغانستان په شمال کې د داعش ډله ختمه کړي.

د یو اړخیز اوربند پای ته رسیدل

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د حکومت د یوه اړخیز اوربند د پایته رسېدو په درشل کې وايي، که طالبانو د افغانستان د حکومت او خلکو د اوربند غوښتنه تر راتلوونکو دوو ورځو پورې و نه منله نو سخت به وځپل شي.

د حکومت له لوري د یوه اړخیز اوربند موده په دوو ورځو کې پای ته رسیږي. د ملي دفاع وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د خلکو د غوښتنې نه د سرغړونې په صورت کې به طالبان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري په قوت سره تر هدف لاندې ونیول شي.

هغه وویل "که طالبان د افغانستان د خلکو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي او اوربند اعلان کړي څومره ښه سولې لور ته به لاړ شو. خو که هغوی سولې ته د مذاکراتو لپاره حاضر نشي، نو د افغانستان د امنیتي ځواکونو دنده دا ده چې له اوربند مخکې غوندې د خلکو په خدمت کې وي. مونږ یقینا د وطن د بچیو په توګه د هغوی کسانو په وړاندې چې وطن له تهدید او یرغل سره مخ کوي بې له مقابلې بله لار نه لرو".

دا پداسې حال کې ده چې د سې شنبې په ماښام ولسمشر محمد اشرف غني، د اختر په درېیو ورځو کې د طالبانو له اوربند مننه وکړه او له دې ډلې د مذاکراتو غوښتونکی شو.

خو طالبانو د سولې لپاره راپورته شوي ولسي حرکتونه امریکايي پروژې وبللې. د هلمند د سولې ولسي کاروان ورته ځواب ورکړ او له دې ډلې یې وغوښتل که سند لري نو دوی حاضر دي چې د طالبانو محکمې ته ورشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgt39qtak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته