دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 173847
په زابل ولایت کې درې وسله وال طالبان د خپل ماین ښکار شول
د زابل ولایت په مربوطاتو کې پر وسله والو طالبانو خپل ماین چاودنه کړې چې له امله یې درې تنه وسله وال وژل شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې پېښه تېره ورځ د زابل ولایت د جلدک ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې درې تنه وسله وال طالبان چې غوښتل یې د سړک د غاړې ماین ځای پر ځای کړي، خپل ماین پرې چاودلې او په کې درې تنه وژل شوي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د بشري حقونو په یوه ځانګړي رپوټ کې چې څو اوونی مخکې خپور شو، وایې چې دولتي ضد عناصر باید په هغو سیمو کې چې ملکیان اوسیږي، د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو بې توپیره او نامناسبه کارونه ژر تر ژره بنده کړي.
”د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو د قصدي او بې توپیره کارونې له امله افغان ملکي وګړو ته د زیانونو زیاتوالی “تر عنوان لاندېدغه ځانګړی رپوټ د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د سپټمبر تر دیرشمې د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې چټک زیاتوالی مستند کړی، چې د جګړې له امله د ملکیانو د مرګ ژوبلې نږدې نیمایي برخه جوړوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjmdyew6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته