دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۱
د مطلب کود : 178872
ولسمشر غنی: د سولې کیلی په افغانستان او جګړی کیلي په پاکستان کې ده
ولسمشر غني پردې باندې په ټينګار سره چې د سولې کيلي په افغانستان کې او د جګړې په پاکستان کې ده، وايي، نړيوالو تجربو ښودلې چې پنځوس سلنه د سولې تړونونه په سخت جنګ بدل شوي او دلیل یې په سوله کې تلوار دى.

نوموړي دغه خبرې نن له غرمې مخکې د ځوانانو او سولې ملي کنفرانس کې چې د لویې جرګې خېمه کې جوړ شوی و، وکړې.
ولسمشر محمد اشرف غني په دې کنفرانس کې ځوانانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، نن د ملي بحث لپاره د تحرک پیل دی چې د سولې لويې موخې ته د رسېدو لپاره اساسي روایاتو کې د بدلون لامل کېږي.
هغه دې ته په اشارې چې ځوانانو د تېرو څلوېښتو کلونو ستونزې ښې درک کړي، وویل، نن د افغانستان ځوان نسل له شعار څخه عمل ته راغلى. د ځوانانو اراده پیاوړې، لارنقشه یې روښانه او نن او سبا د ځوان نسل دی.
د ده په وينا، ستاسو په لیدلورو کې څلورو هیله بښونکو نکتو ته متوجه شوم چې یوه یې د سولې د لیدلوري او روایت ځوان محوره کول دي چې تاسو د ځوان نسل د استازیتوب غوښتونکي یاست.
غني زیاته کړه، ستاسو بحث ښځمحوره دی او هر څوک چې فکر کوي د افغانستان ښځې شاته ګرځي، دوباره دې فکر وکړي. همدارنګه ستاسو بحث هېوادمحوره دی او د هېواد ۳۴ ولایتونو څخه ستاسو راټولېدل د متحد او باعظمته ملت استازیتوب دی.
ولسمشر د سولې په اړه وویل: "هیڅ مسوول فرد حق نه لري چې د افغانستان جمعي انتحار تائید کړي. ستاسو راټولېدل او لیدلوري په هېواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې زما اراده څو برابره پیاوړې کوي."
هغه زیاته کړه، په دې حساس پړاو کې د ملي ګټو استازیتوب تدبیر او زغم غواړي.
ده څرګنده کړه، زموږ ملي موخه پایداره سوله ده، اما تریخ حقیقت دادی چې بین المللي تجربو ښودلې چې پنځوس سلنه د سولې تړونونه په سخت جنګ بدل شوي او دلیل یې په سوله کې تلوار دى.
د نوموړي په خبره، بین المللي بنسټ د سولې په اړه بریالۍ تجربې نه لري، بناء واضح اړتیا ده چې د پایداره سولې موخه ملت ته د تائید وړ وي او سوله باید په روښانه ورځ او د ملت په اراده ترسره شي.
غني څرګنده کړه، مهالنۍ سوله اقلیت محوره سوله ده او لوی اکثریت له پامه غورځوي، همدارنګه مهالنۍ سوله د ملي بنسټونو د وېش او د ملوک الطوایفۍ لامل کېږي.
غني زیاته کړه، جرمي اقتصاد په مهالنۍ سوله کې پیاوړی کېږي او د قانون د حاکمیت پر ځای افراد واکمنېږي او همدارنګه مهالنۍ سوله د ملي اقتدار د کمزورۍ لامل کېږي.
ده وویل، د مهالنۍ او پایداره سولې ترمنځ باید تفکیک وشي، ځکه په پایداره سوله کې ملي اقتدار پیاوړی کېږي او تصمیم نیوونکي د ولسواکۍ نظام او خلک دي.
نوموړي طالبانو ته په خطاب کې وویل: "که حکومت مشروع نه دی، نو تاسو خپل مشروعیت له کومه ځایه ترلاسه کړی، په داسې حال کې چې د اسلام جیدو علماوو په مکه او اندونیزیا کې وویل چې انتحار او ملکي وژنه مشروعیت نه لري، نو د طالبانو د مشروعیت منبع چېرې ده؟"
ده زياته کړه: "د جمهور رئیس صلاحیت او مسوولیت د افغانستان د خلکو په لاس کې دی چې اساسي قانون تائيد کړی. له طالبانو پوښتم چې ایا د مذاکراتو نقشه په خپله تاسو تیاره کړې او که نورو او ایا ستاسو اختیار ستاسو په لاس کې دی او که د پردیو."
دى وايي، موږ په ګډه افغانستان جوړولی شو، طالبانو سره زموږ مذاکرات بې قید او شرطه دي، خو زموږ سوله شرایط لري. سوله راتلونکې ده او زموږ په اراده کې باید شک نه وي.
نوموړي طالبانو ته وویل: "زه تاسو ته په درناوي ګورم، تاسو هم د افغانستان د خلکو ارادې ته درناوی وکړئ، زما مسوولیت د افغانستان د خلکو د عزت ساتنه ده."
غني زیاته کړه، د سولې کیلي په افغانستان کې ده، ځکه د سولې لپاره طرحه، برنامه او د لارې نقشه لرو، اما د جنګ کیلي په اسلام اباد، کويټه او راولپنډۍ کې ده.
ده وویل، د ټاکنو کمېسیونونو خپل باور له لاسه ورکړی، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې پراخ اصلاحات راځي او قوانین تعدیلېږي.
هغه زیاته کړه، غواړي د جمهوري ریاست ټاکنو پایلې په شفافه توګه په دوه ورځو کې د افغانستان خلکو سره شریکې شي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، د افغانستان پر ملت غږ کوي چې په ملي سراسري بحث کې ګډون وکړي او د مذاکراتو ټول حدود، شرایط او انعطاف مشخص کړي.
په دې کنفرانس کې د ولسمشر ځانګړي دستیار سهراب احمد وویل په دې کنفرانس کې د افغانستان د ۳۰۰ ولسوالیو ۲۵۰۰ ځوانانوګډون کړی چې په تېرو دوه ورځو کې یې د سولې او ځوانانو د رول په اړه خپل لیدلوري شریک او خپلې غوښتنې یې په یو پرېکړه لیک کې مطرح کړې. په هغه کې ټينګار شوی چې د سولې ټولو پړاوونو کې د ځوانانو رول ته توجه وشي.
هغه زیاته کړه: "ما له جمهوررئیس زیات درسونه زده کړي، له هغې جملې پایداره سولې ته د رسېدو لپاره باید له ځان او خپلې کورنۍ پیل کړو او تر هغو سولې ته نه رسېږو چې ټولنه مردسالاره وي."
 
https://avapress.com/vdciyvazrt1ayv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته