دخپریدو نیټه :شنبه ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 213038
د افغانستان د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د نړیوالو کمیشنرانو معرفي کول!
د افغانستان د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د نړیوالو کمیشنرانو معرفي کول! د لمریز ۱۳۹۸ کال د غبرګولې په پنځمه نیټه دوه تنه نړیوال کمیشنران د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ له خوا معرفي شول. په پیل کې میرمن نورستانۍ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په اډانه کې د نویو نړیوالو کمیشنرانو د یو ځای کیدو له امله د ښه راغلاست تر څنګ ټینګار وکړ چې موږ د رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کولو کې ستاسو او نړیوالو سلا مشورو ته اړمن یو.

د افغانستان د ټاکنو په کمیسیون کې نړیوالې کمیشنرې میرمن إلوینا په دغه بنسټ کې د معرفي کیدو له امله خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د رڼو او شفافو ټاکنو په ترسره کولو کې به هڅې کوي او د خپلو تجربو او مسلکي زده کړو پر مټ به په خپل وخت او عادلانه ټاکنو په تر سره کیدو کې له هیڅ ډول همکاریو ډډه نه کوي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون يو بل تن کميشنر احمد اسحاق احسن، وويل: زه په تيرو اتو کالو کې د کينيا د ټاکنو د کميسيون مشر، د قانوني چارچوب د پرمختيا د تجربې سره، سره او د ټاکنو د رڼښت د بهير د څيړونکي په توګه ژمنه کوم چې د خپلې پوهې او تجربو نه په ګټې اخيستنې سره به د ټاکنو د بهير په روڼوالي کې به د ټاکنو د خپلواک کميسيون سره بشپړه همکاري کوم، نوموړي دا رنګه وويل: ما د ټاکنو په اړه کتاب ليکلی، او د ټاکنو په تړاو يوه ويب پاڼه هم چلوم چې ټولې ټاکنيزې موضوع ګانې په کې خپريږي او زه له همدغې لارې خپلې ټاکنيزې تجربې له نورو سره شريکوم.
اغلې نورستانۍ وويل: تاسو په ډير حساس پړاو کې د ټاکنو له کميسيون سره يو ځای شوئ، دغه کميسيون ستاسو تجربو او مسلکي پوهې ته اړتيا لري. زه هيله منه يم چې په دغو برخو کې له کميسيون سره همکاري وکړئ چې موږ وکړای شو رڼې او ټولو ته د منلو وړ ټاکنې ولرو. ميرمن نورستانۍ زياته کړه؛ موږ هڅه کوو چې په ټاکنو کې د خلکو د ونډې د زياتوالي په برخه کې کار وکړو او په ټاکلي وخت ټاکنې ترسره کړو او دا کار هله شونی دی چې موږ د خلکو د پوهولو په برخه کې لاس په کار شو.
په پای کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون کميشنر او منشي مسافر قوقندي، دغو نويو کميشنرانو ته د هر کلي تر څنګ وويل؛ موږ بايد د شته ستونزو او ننګونو څخه په سرلوړۍ تير شو، د افغانستان خلکو او نړيوالو ملاتړو په دغه هيواد کې د ولسواکۍ د پلي کولو په کار کې ډيرې قربانۍ او سرښيندنې کړي، موږ هيله من يو هغه تجربې چې تاسو په بيلابيلو هيوادونو کې د رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې له ځانه سره راوړي، موږ هم وتوانيږو چې په افغانستان کې رښتيني ولسواکۍ ته ورسيږو.
 
https://avapress.com/vdcc11qi42bqsx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته