دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 253568
د ولسي پاڅون يو پخوانى قوماندان په کندوز کې ووژل شو
د کندز امنیتي چارواکي وايي، په کندز ښار کې د پخواني حکومت د ولسي پاڅون ځواکونو یو پخوانی قوماندان په "شخصي دښمنیو" کې وژل شوی دی.
عبیدالله حافظ؛ د کندز د پولیسو ویاند، حبیب ناصري، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د کندوز د رستاق اباد د ناصریه په سیمه کې د ولسي پاڅون یو پخوانی قوماندان د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د هغه په ​​وينا، دغه پېښه نن سه شنبه د غبرګولي په لسمه شاوخوا يوولس بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله وال د ښار په څلورمه ناحيه کې د هغه کور ته ننوتل او پر هغه يې ډزې وکړې.

د کندز د پولیسو یوه ویاند زیاته کړه چې دغه قضیه د «شخصي دښمنیو» له امله ترسره شوي او زیاتي کړه چي دا پیښه په «اسلامي امارت» هیڅ تړاو نه لري او عاملین به یې ډېر ژر ونیول شي.

د «جمهوریت» تر نسکورېدو وروسته په ټولو ولایتونو کې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د وژنو د پام وړ پېښې ثبت شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcepx8wvjh8nni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته