دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 257606
د بلخ والي: هېڅ پخوانی چارواکی نه دی ځورول شوی
د بلخ والي وايي، په هېواد کې د عمومي عفوې له اعلان وروسته د تېر حکومت ټول مامورین او ګمارل شوي کسان په دغه ولایت کې د خپل حکومت تر سیوري لاندې ژوند کوي او هېڅوک یې نه ځوروي. نوموړي د پخواني رژیم له سیاسي شخصیتونو هم غوښتي چې هېواد ته راستانه شي او په خپل هېواد کې ژوند وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: قدرت الله ابو حمزه؛ د بلخ والي پرون (چهارشنبه، ۲ سنبله) د دغه ولایت د خبریالانو په شتون کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په تېرو دوو لسیزو کې د اسلامي امارت زرګونه ځواکونه په شمالي میدانونو کې په ډېر ناوړه حالت کې وژل شوي دي.
 
د بلخ والي زیاته کړه: زما په یاد دي چې زموږ د شهیدانو جسدونه سوځول شوي، تر ټانګونو لاندې ایښودل شوي او غړي یې په چاقو او تبرونو پرې شوي دي. «دلته داسې کسان هم وو، خو د امیرالمؤمنین په بښنه سره زموږ مجاهدینو هیچا ته لاس هم نه دی رسولی».
 
د ابو حمزه په وینا په هماغه وخت کې چې جمهوریت له سقوط سره مخ شو، د پخواني حکومت یو زیات شمېر مامورین د ازبکستان په پوله کې بند پاتې وو، د ازبکستان حکومت هغوی ته د ننوتو اجازه نه ورکوله او د اسلامي دولت مامورین یې له ځانه سره بوتلل. د امارت حکومت هغوی بېرته بلخ ته راوستل او اوس هم په بلخ کې ژوند کوي.
 
د بلخ والي زیاته کړه: په بلخ کې د ولسي جرګې پخواني غړي، لوړ پوړي دولتي کارکوونکي او حتی د ملي امنیت کارکوونکي اوسېدل او د هغوی امنیت د اسلامي امارت له لوري برابر شوی و.
 
ابو حمزه د خپلو خبرو په دوام کې د اسلامي امارت له سیاستوالو او مخالفینو وغوښتل چې بیرته خپل وطن ته ستانه شي او د هیواد په بیارغاونه او عصري کولو کې د دولت تر څنګ کار وکړي او افغانستان د ټولو افغانانو شتون ته اړتیا لري.
 
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د تېر حکومت یو شمېر سیاسي څېرې په وروستیو ورځو کې هېواد ته راستانه شوي او د اسلامي امارت د حکومت له خوا یې تود هرکلی شوی دی.
 
په وروستۍ مورد کې یوه ورځ وړاندې د اسلامي امارت له حکومت سره د اړیکو کمیسیون اعلان وکړ چې په تېر حکومت کې د افغانستان د زندانونو عمومي مدیر عبدالسلام بخشي د دغه کمیسیون په هڅو هېواد ته راستون شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcbgzb50rhbs0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته