دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 257618
په سوریه کې د امریکا دوه اډې په راکټي بریدونو کې په نښه شوې
د واشنګټن چارواکي وايي، د سوریې په ختیځ کې د دغه هېواد پر دوو اډو د راکټي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه درې امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: «این بي سي نیوز» چینل د امریکا د حکومت د یوه چارواکي په حواله خبر ورکړی، چې په سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر تاسیساتو په دوو جلا راکټي بریدونو کې یو نامعلوم شمېر امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.
 
دغه چارواکي، چې نوم يې نه دى په ډاګه شوى، ويلي، چې دا مرګ ژوبله سطحي او مرګ ژوبله نه لري او دوى لا هم د خپلو اډو پر وړاندې د چهارشنبې د شپې په عملياتو کې د مرګ ژوبلې د کره شمېرې د راپور ورکولو په تمه دي.
 
د چهارشنبه ماښام وه چې د سوریې په ختیځ کې د عمر د تېلو په ډګر او د کونیکو د ګازو په ډګر کې د امریکايي اشغالګرو دوه پوځي اډې په بېلابېلو وختونو کې څو څو ځله د راکټي بریدونو په ترڅ کې په نښه شوې.
 
دا عملیات د تیرې شپې د بریدونو په ځواب کې کیږي، د امریکا پوځ اعلان وکړ چې د سوریې په ختیځ کې یې د مقاومت د ډلو په مرکزونو باندې د څو بریدونو په پلمه د دغه هیواد په اډو باندې بریدونه کړي دي.
 
یو ساعت وروسته د سنتکام په نامه د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ تروریستي سازمان په یوه بیان کې تایید کړه چې په دغو عملیاتو کې درې امریکايي پوځیان ټپیان شوي، که څه هم د هغوی ټپونه سطحي دي.
 
سنتکام همداشان وویل: زمونږ ځواکونو د هغو راکټي بریدونو ځواب ورکړ چې د سوریې له دوو سیمو څخه ترسره شول او ۳ موټر او تجهیزات یې ویجاړ کړل. زموږ لومړنۍ ارزونه دا ده چې دوه یا درې وسله وال وژل شوي دي.
 
تر دې مخکې یوه امریکايي چارواکي "فاکس نیوز" ته ویلي وو چې د دغه هېواد د پوځ اپاچي چورلکو د سوریې په ختیځ کې پر دوو سیمو بریدونه کړي او ادعا یې کړې چې له هغه ځایه په سوریه کې د دغه هېواد پر پوځي اډو راکټي بریدونه کوي.
 
په تېرو کلونو کې امریکا له ترهګرۍ او داعش سره د مبارزې په پلمه د بېلتون غوښتونکو ملېشو ملاتړ کړی او د سوریې د تېلو بډایه سیمې یې نیولې دي.
 
 د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې هم په ښکاره ویلي وو چې په سوریه کې د امریکايي پوځیانو شتون د تېلو د څاګانو له امله دی.
 
امریکا د تیلو او ډیزل سربیره، د سوریې غله د خپلو پوځیانو د استفادې لپاره په لویه کچه ګاونډیو هیوادونو ته غلا او قاچاق کوي.
 
https://avapress.com/vdcezf8wvjh8npi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته