دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 258022
پاکستان ته د افغانستان د پیازو او رومیانو صادرات/ په کورنیو بازارونو کې بیې لوړې شوې
د پاکستان ګمرک وايي، په تېرو دوو ورځو کې یې له افغانستان او ایران څخه د چمن او تفتان له لارې ۵۰ لارۍ پیاز او رومي وارد کړي دي. دغه کار په کورنیو بازارونو کې د دغو دوو محصولاتو د بیې د لوړېدو لامل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د کوټې د ګمرک لوړپوړي چارواکي ارشاد حسین د جمعې په ورځ (سنبلې ۱۱) پاکستانۍ ورځپاڼې "ډان" ته وویل چې په تېرو دوو ورځو کې ۵۰ لوی بار وړونکي لارۍ له تفتان او چمن سرحداتو څخه پاکستان ته داخل شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، د پاکستان حکومت له دې مخکې هم له ايران او افغانستان څخه د رومیانو او پيازو پر وارداتو صفر ګمرکي محصول وضع کړى دى.
 
باید وویل شي، چې په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو او د کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو له امله په دغه هېواد کې د پیازو او هګیو بیې لوړې شوې دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د پیازو او رومیانو بیې لوړې شوې دي.
 
یو شمېر افغان سوداګر وايي، چې د پاکستان حکومت د خپلو کورنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د پیازو او رومیانو بیې کمې کړې دي. خو له بلې خوا یې د مڼو تعرفه لوړه کړې ده.
 
افغان سوداګر وايي، له همدې امله د افغانستان په بازارونو کې د پیازو او رومیانو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcewv8wwjh8n7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته