دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 258823
امریکا د پخواني رژیم الوتکې تاجکستان او ازبکستان ته ورکوي
د امریکا د دفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکي د پخواني رژیم د شاوخوا پنځوسو الوتکو د پلور اعلان کړی چې د افغانستان د سقوط پر مهال تاجکستان او ازبکستان ته سپارل شوې وې. د هغه په ​​وينا، دغه تبادله به د ازبکستان او تاجکستان له حکومتونو سره د پولو د امنيت د ټينګښت او له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د هڅو په بدل کې وشي.
افغان غږ خبری آژانس: امریکايي ورځپاڼې پولیټیکو د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۹مه) په خبرو کې د شاملو دوو کسانو په حواله راپور ورکړی چې امریکا له ازبکستان او تاجکستان سره د نږدې پنځوسو پوځي الوتکو د تبادلې په اړه خبرې کوي چې له افغانستان څخه نیول شوې دي.
 
د دغه راپور له مخې، اسلامي امارت د افغانستان د پخواني رژیم د جانشین په توګه ادعا کوي چې دا الوتکې د دوی دي.
 
په دې راپور کې ویل شوي؛ ازبک چارواکي ټينګار کوي چې الوتکې او چورلکې د امريکا دي او افغانستان ته به نه ستنيږي.
 
د دفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي، متحده ایالات په پام کې لري چې دا ارزونه وکړي چې ایا الوتکې د الوتلو وړ دي که نه.
 
دغه چارواکي ویلي، چې دغه الوتکې به د ازبکستان او تاجکستان حکومتونو ته د سرحدي امنیت د ټینګښت او له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په بدل کې ورکړل شي.
 
دغه چارواکي زیاته کړه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ په زیاتولو کې کیدای شي په افغانستان کې دننه له شبکو سره د تړلو کسانو پوهاوي ته غیر رسمي لاس رسی شامل وي.
 
په دغه راپور کې د کانګرس د یوه همکار له قوله ویل شوي، تاجکستان اوسمهال په منځنۍ اسیا کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې تر ټولو ډېر همکار هېواد دی.
 
په راپور کې دا هم ویل شوي چې دا امکان نه لري چې ازبکستان یا تاجکستان له روسیې سره د خپلو تاریخي اړیکو په پام کې نیولو سره امریکا ته اجازه ورکړي چې د افغانستان له خاوري سره نږدي د عملیاتو لپاره په خپلو هېوادونو کې نورې دایمي اډې جوړې کړي.
https://avapress.com/vdcdxj0xsyt0kj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته