دخپریدو نیټه :شنبه ۷ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 260255
روسیه: امریکا هڅه کوي د افغانستان پولې ناامنه کړي
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اولیګ سیرومولوتوف وايي، امریکا او متحدین یې هڅه کوي له افغانستان سره پر پوله پرتو سیمو کې وضعیت بې ثباته کړي.
افغان غږ خبری آژانس: ښاغلی سیرومولوتوف زیاته کړه: روسیه کره دلایل لری چې داعش ترهګره ډله په کابل کې د روسیې سفارت ته نږدې د سپتمبر تروریستی برید مسؤله ده.
 
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل، «د منلو لپاره جدي دلایل شته چې داعش په کابل کې د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې د روسیې سفارت ته څېرمه د هغه تروریستي برید مسؤل و، چې دوه کارکوونکي او یو شمېر ملکي وګړي یې ووژل».
 
له دې مخکې اولیګ سیرومولوتوف ویلي وو: "د امریکا او متحدینو کړنې د افغانستان وضعیت لاپسې خرابوي، د دې پر ځای چې خپلې تېروتنې ومني، د اسلامي امارت پر وړاندې د خپلو غوښتنو د وړاندې کولو لپاره له مالي ګټه پورته کوي."
 
https://avapress.com/vdcftxd0tw6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته