دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 263819
د فراه د چاپېریال ساتنې ریاست د نادرو مرغانو ښکار ته خبرداری ورکړ
د فراه ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست سرغړونکو ته د نایابه مرغانو د ښکار او د ځمکې لاندې اوبو له غیر ضروري مصرف څخه د مخنیوي په موخه خبرداری ورکړی.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د چاپېریال ساتنې ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي مسؤل او د دې ادارې د ککړتیا او کثافاتو د تنظیم او کنټرول د چارو کارپوه ښاغلي برکت الله د په دې ولایت کې د نادرو مرغانو او حیواناتو ښکار منع کړ.
 
نوموړي د دغه ولايت له خلکو هم وغوښتل چې د ځمکې لاندې اوبو له ډېر استعمال څخه ډډه وکړي.
 
د چارواكو په وينا، د دې رياست ۱۲۰ پيغامونه او خبرتياوې په چاپي بڼه د مركز په ګډون د فراه، بالابلوک، اناردرې، قلعه زال او جوين ولسواليو ته وېشلي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو کلونو کې په بېلابېلو موسمونو کې له عربي هېوادونو څخه ګڼ شمېر ښکارکوونکي فراه ولایت ته راتلل او په دغه ولایت کې یې د پام وړ شمېر نایابه مرغان یی نیول، چې د پخواني حکومت له خوا یې ملاتړ هم کېده.
 
د يادو کسانو تر څنګ د دغه ولايت ځايي خلکو هم د هر ډول ژوو او مرغانو په ښکار پيل کړی او په دغه غير قانوني عمل سره يې د دغه ولايت وحشي ژويو ته ګواښ او خطر رامنځته کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcezx8wojh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته