دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 263848
له ترکیې څخه د کډوالو ایستل؛ څه باندې ۱۱۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
د ترکیې د کډوالو عمومي ریاست د تیرې اونۍ په ترڅ کې د ۲۳۲۱ تنو کډوالو د شړلو اعلان وکړ. د دغه رپوټ له مخې د دغو کډوالو له جملې څخه څه باندې ۱۱۰۰ افغانان دي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه کسان د جنورۍ له ۶ څخه د جنورۍ تر ۱۲ نیټې پورې خپلو هیوادونو ته ستانه شول.
 
د دې ادارې د راپور له مخې، له دې ډلې ۱۱۰۱ یې افغانان، ۱۰۷ یې پاکستانیان او پاتې نور یې د نورو هېوادونو وو.
 
د کډوالو د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دا مهال شاوخوا ۲۲۶۹ تنه په ناقانونه توګه ترکیې ته داخل شوي چې له دې جملې څخه ۸۲۴ تنه یې افغانان، ۹۱ تنه یې پاکستانیان او ۱۳۵۴ تنه یې د نورو هیوادونو اتباع دي.
 
د کډوالۍ د دې ادارې د راپور له مخې، ترکیه اوس هم ۱۹۷۴۶ کډوال لري، چې ډېری یې افغان او پاکستاني کډوال دي.
 
د ترکیې د کډوالي عمومي ریاست د ۲۰۲۲ کال په خپل راپور کې اعلان وکړ چې په ۲۰۲۲ کال کې یې شاوخوا ۱۲۴۴۴۱ کډوال له خپل هیواده ایستلي، چې دوی یې "غیر قانوني" کډوال بولي.
 
د دې ادارې د راپور له مخې، له دې ډلې ۶۸ زره ۲۹۰ کسان افغانان، ۱۲ زره ۵۱۱ یې پاکستانیان او پاتې نور یې د نورو هېوادونو وو چې نومونه یې نه دي یاد شوي.
 
په همدې حال کې د ترکیې په ختیځ کې د اګرې ولایت چارواکو د جمعې په شپه اعلان وکړ چې ۲۲۷ تنه ناقانونه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
 
د ترکیې د کډوالو د چارو یوه چارواکي ویلي دي چې دغه کډوال لومړی د انقره هوايي ډګر او له هغه ځایه د هوا له لارې افغانستان ته واستول شول.
 
https://avapress.com/vdcgtw9x7ak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته