دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 268011
د بهرنیو چارو وزارت: پر الاقصی جومات د صهیونیسټانو برید مقدساتو ته سپکاوی او له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده
په الاقصی جومات د صهیونیسټی پوځیانو له وحشیانه حملې وروسته د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره دغه حمله وحشیانه بللې او په کلکه یې غندلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په الاقصی جومات کې پر لمونځ کونکو د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو ظالمانه حمله په کلکه غندلې ده.
 
د بهرنیو چارو د وزارت په هغه بیانیه کې چې تېره شپه د دغه وزارت په وېبپاڼه کې خپره شوه، د راپورونو له مخې تېره شپه د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې څه باندې سل بې ګناه فلسطینیان ټپیان شوي او تر ۴۰۰ ډېر فلسطینیان نیول شوي دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د بې ګناه فلسطینیانو پر وړاندې د اسراییلي ځواکونو دا ډول غیر انساني کړنې او د سپېڅلو ځایونو بې حرمتي له نړیوالو، اسلامي او بشردوستانه قوانینو ښکاره سرغړونه او د نړۍ د مسلمانانو د احساساتو د راپارولو او ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوی دی.
 
دصهیونیسټ رژیم پوځیانو نن سهار په الاقصی جومات کښې په سلګونو فلسطینیانو په کورونو حملې وکړې او د مسلمانانو د لومړی قبلې په بې حرمتۍ سره یې څه د پاسه څلور سوه لمونځ کونکي ونیول .
 
په الاقصی جومات باندې د نیواکګرو د نیواک په نتیجه کښې یو زیات شمیر لمونځ کوونکې د ژوبل کیدو په وجه بې هوښه شول. صهیونیسټي پوځیانو په پلاستیکي ګولیو سره لمونځ کونکي په نښه کړل او د حملې لپاره یې له اوښکې بهونکي ګاز او صوتي بمونو څخه کار واخیست.
 
پر الاقصی جومات د اسرائیلي پوځیانو وحشیانه برید د سیمې د بېلابېلو هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي. د ايران، يمن، اردن، سعودي عربستان، مصر، ترکيې او د مقاومت د جبهې غړو هېوادونو دغه بريد غندلی، د بشري حقونو له قوانينو يې سرغړونه بللې او د دغه جنايت په اړه يې له نړيوالې ټولنې د غبرګون غوښتنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcdfj0xfyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته