دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 267471
د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د نن ورځې چاودنې شپږ تنه ووژل
د کورنیو چارو وزارت ویاند د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته نننی برید تایید کړ او ویې ویل، چې ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې ځان ته يي چاودنه ورکړ او په پایله کې شپږ تنه ووژل شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په یوه ټوېټ کې لیکلی، چې نن په دغه چاودنه کې شپږ ملکی وګړی وژل شوی او ګڼ نور ټپیان شوی دی. د هغه په ​​وينا، په ټپيانو کې د اسلامي امارت د ځواکونو درې تنه هم شامل دي.
 
ټکور ليکلي، چې دغه ځانمرګى بريد کوونکى د دويمې امنيتي حوزې اړوند د ملک اصغر په څلورلارې کې پوستې ته څېرمه د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوى دى. نوموړي د دغه ځانمرګي بريد د هدف په اړه څه ونه ويل.
 
په ورته وخت کې د کابل د ایمرجنسي روغتون مسوولینو هم ویلي، چې له نننۍ چاودنې راهیسې دغه روغتون ته دوه تنه وژل شوي او ۱۲ ټپیان ور وړل شوي دي.
 
د ایمرجنسي روغتون په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د دغه روغتون د جراحۍ څانګې ته د یوه ماشوم په ګډون ۱۲ ټپیان وروړل شوي او دوه تنه د درملنې پر مهال مړه شوي دي.
 
تر اوسه کوم کس یا ډلې د نننۍ چاودنې مسوولیت نه دی منلی، خو له دې پېښې وړاندې داعش ترهګرې ډلې څو ځلې په افغانستان کې دا ډول بریدونه پلان کړي او ترسره کړي دي.
 
https://avapress.com/vdccmmqis2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته