دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۶
د مطلب کود : 268877
ترکیې په دریو میاشتو کې ۹ زره افغان کډوال ایستلي دي
په ترکیه کې د بشري حقونو سازمانونه وايي چې د نوي میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې شاوخوا ۹ زره افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: په ترکیه کې د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې مشر علي حکمت اعلان کړی چې دغه هیواد د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د اپریل تر لومړۍ اونۍ پورې څه باندې ۲۹ زره کډوال ایستلي دي چې په دې کې افغان مهاجرین تر ټولو زیات دي. له دې جملې څخه ۲۹۰۰۰ کډوال اخراج شوي چې ۸۷۸۰ یې افغان او ۱۵۸۱ یې پاکستانیان دي.
 
له ترکیې څخه د افغان کډوالو په ګډون د کډوالو د ایستلو بهیر د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې چټک شوی دی.
 
په دې موده کې څه دپاسه ١٨ زره کډوال د ترکيې د پوله ساتو ځواکونو له خوا توقيف شوي او د مهاجرو په ١٨ توقيف ځايونو کې بنديان دي او اخراج ته چمتو دي.
 
د حکمت په وینا، د مهاجرینو اخراج په موقتي توګه د جمهوریت له نسکوریدو وروسته ودرول شو، خو د ترکیې د انتخاباتو په رانژدې کیدو سره دغه بهیر بیا پیل او شدت موندلی دی.
 
تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې په یوه راپور کې ویلي و، چې ترکیې له خپلې خاورې ایران ته لسګونه زره افغان کډوال راستانه کړي او زرګونه نور یې مستقیماً افغانستان ته استولي دي.
 
د پناه غوښتونکو د حقونو ملاتړي سازمانونه ادعا کوي چې د ترکیې ولسمشر اردوغان د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې مبارزه د خپل ټاکنیز کمپاین اصلي موضوع ګرځولې او په دې توګه هڅه کوي د رای ورکوونکو پام ځانته راواړوي.
 
له بېلابېلو هېوادونو څخه پناه غوښتونکي له ترکيې څخه ايټاليا او يونان ته د ترانزيټي لارې په توګه تللي او انساني قاچاق وړونکو ته د زرګونو ډالرو په ورکولو سره، چې ډېرى يې ترکي اتباع دي، د مرګ د خطر په منلو سره اروپايي هېوادونو ته رسېږي.
 
https://avapress.com/vdcd5j0x5yt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته