دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 273365
په باميان کې د يوه چينايي سيلانۍ له خوا پر اړمنو کسانو د خوراکي توکو وېش
يوه چينايي سيلاني په باميان ولايت کې پر سلو بې وزلو او اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - د بامیان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه چینايي سیلانې لومړی د بامیان له والي مولوي عبدالله سرحدي سره وکتل او د هغه د بشري پروګرامونو په اړه یې معلومات ورکړل.
 
دغه چينايي مرسته کوونکي د باميان ولايت د سيمه ييزې ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل چې خپلې مرستې به د باميان ولايت په همغږۍ او همکارۍ سره وويشي.
 
له بلې خوا د باميان والي مولوي عبدالله سرحدي د دغه چينايي تبعه د مننې او ستاينې په ترڅ کې ټينګار وکړ: د باميان د سيمه ييزې ادارې رهبري له هر هغه شخص او بنسټ څخه ملاتړ کوي چې د خلکو خدمت کوي.
 
د باميان والي له دغه مرسته کوونکي څخه وغوښتل چې په مستحقو او اړو کسانو د خوراکي توکو بستې وويشي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دغو خوراکي توکو کې يوه پنځوس کيلوګرامه اوړه، اووه کيلو پياز او اووه کيلو پټاتي شامل وو.
 
https://avapress.com/vdcb0fb5srhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته