افغان غږ خبری آژانس: د کډوالو د وزارت د مالې او اداري مرستیال محمد ارسلا خروټي د (اسد ۷) په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې انقره به په خپله اجنډا کې په قانوني توګه کارګران د ستونزو د حل لپاره ولیږي.
د اسلامي امارت د دغه چارواکي په وینا، د ترکیې سفیر ژمنه کړې چې په ترکیه کې د افغان مهاجرینو د ستونزو د څیړلو په موخه به په نږدې راتلونکي کې ترکیې ته د اسلامي امارت د اړونده اداري پلاوي د سفر زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ترکيې په دې وروستيو مياشتو کې د افغان کډوالو د اخراج او جبري راستنېدو لړۍ ګړندۍ کړې او تېر کال ترکيې څه باندې ٥٧ زره ناقانونه افغان کډوال شړلي دي.
ترکیه اروپا ته د افغانانو د ننوتلو د لارې په توګه د څه باندې درې سوه زرو افغان کډوالو کوربه دی.