دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 278122
په باميان کې يوې ترافيکي پېښې څلور تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د باميان ولايت په مرکز کې د يوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه مړه او اته تنه نور ټپيان شول.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، دغه پېښه نن له غرمې وروسته د بامیان ولایت د مرکز اړوند د "توپچي" په سیمه کې رامنځته شوې ده.
 
د دغه دفتر د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې یو فلانکوچ ډوله موټر له یوه «توربو» ډوله موټر سره ټکر کړی دی.
 
د باميان ولايت مطبوعاتي دفتر زياته کړه، چې په دې پېښه کې د دوو ماشومانو په ګډون ټپيان د درملنې په موخه د باميان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
 
د دې ترافيکي پېښې لامل د دواړو موټر چلوونکو بې احتياطي بلل شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د سړکونو د خرابوالي لامل د ترافيکي لارښوونو نشتوالى او د موټر چلوونکو بې احتياطي په هېواد کې د ترافيکي پېښو لامل ګرځي.
 
https://avapress.com/vdchi6nii23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته