دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 278462
د چمن - سپین بولدک له لارې شاوخوا پنځه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د پاکستان د بلوچستان ایالت د چمن ښار چارواکو اعلان کړی چې په تېرو دوو اونیو کې د چمن - سپین بولدک له لارې ۵ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ځینو پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی، چې له دې لارې هېواد ته د افغانانو د ستنېدو بهیر دوام لری.
 
څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه هیواد ته د زرګونو کسانو د راستنیدو اعلان وکړ.
 
د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغانانو په ګډون ټولو بهرنیو اتباعو ته چې له قانوني اسنادو پرته په دغه هېواد کې اوسېږي ، د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړی چې له پاکستانه ووځي، که نه نو پ زوره ویستل کېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې د بشري حقونو بنسټونو او اسلامي امارت له اسلام آباد څخه غوښتي، چې افغان کډوال په زوره ونه باسي.
 
https://avapress.com/vdcepv8wwjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته